طرز پرس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې (یوناما) په تېرو درې میاشتو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو تازه راپور خپور کړی دی. دا راپور د غبرګولي له ۱۱مې څخه د تلې تر ۹مې پورې د بشري حقونو د نقض په اړه مستند معلومات وړاندي کړي او په ډاګه کوي چې طالبانو په دې موده کې ۱۱۱ کسان، چې ۱۶ ښځې په کې شاملې دي، په عام محضر کې په بدني سزا محکوم کړي دي.
دا سزاوې چې د مختلفو تورونو له مخې، اکثراً د درو په واسطه تطبیق شوي دي، د بشري حقونو پر خلاف د طالبانو د ځپنې د سیاستونو دوام څرګندوي. یوناما په دې راپور کې ټینګار کړی چې طالبان د پخوانیو امنیتي ځواکونو په وړاندې د توپیري چلند او خپله خوښه وژنو ته دوام ورکوي. دې دفتر توانېدلی چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د شکنجې او ناوړه چلند ۱۰ مستندې پېښې ثبت کړي. د دې ترڅنګ، د راپور په موده کې لږ تر لږه پنځه تنه پخواني امنیتي ځواکونه وژل شوي، چې دا د دغو کسانو د امنیت په اړه جدي اندېښنې راپاروي.
همدارنګه، په دې راپور کې د داعش له لوري په تېرو درې میاشتو کې د څلورو ترهګریزو بریدونو یادونه شوې ده. په دې بریدونو کې له ۲۸ څخه زیات ملکي وګړي وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي. اکثره دا بریدونه د افغانستان پر مذهبي او قومي لږکیو، په ځانګړي ډول هزاره ګانو، ترسره شوي چې د دې ټولنو لپاره د ناامنۍ حالت په دوام دلالت کوي.
په دې راپور کې د طالبانو له لوري د محدودیتونو په جوړښت کې د بدلونونو یادونه هم شوې ده. دا محدودیتونه چې مخکې د شفاهي احکامو او لارښوونو په بڼه وو، اوس د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت رسمي قوانینو ته اوښتي دي. د دغو قوانینو په منځ کې د ښځو لپاره د مخ پټولو اجبار، نارینهوو ته د ږیرې د پرېښودو اړتیا، د جماعت لمونځ ته د حاضرېدو اړینوالی، او د موسیقۍ او مختلفو جشنونو منع کول شامل دي. دا ټول اقدامات په جدي توګه انفرادي حقوق او ازادۍ محدودوي او په ځانګړي ډول د ښځو ټولنیز وضعیت باندې منفي اغېزه کوي.
راپور همدارنګه ښيي چې طالبان د خپلو خپلسرو سیاستونو په دوام، د پخواني حکومت له اړوند کسانو سره د غیرقانوني نیونو او شکنجې لړۍ ته دوام ورکوي. په دې درې میاشتو کې د طالبانو له لوري ۲۴ غیرقانوني او خپلسري نیونې ثبت شوې دي، چې د سیاسي مخالفانو او پخوانیو نظاميانو سره د سخت او غیرانساني چلند دوام څرګندوي.
د راپور په بل برخه کې د داعش پر بریدونو بحث شوی دی، چې په کې د کابل د دشت برچي په سیمه کې یو برید شامل دی. دا برید چې په یوه شیعه او هزاره مېشته سیمه کې ترسره شو، یو تن یې وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي. یو بل برید په ننګرهار کې ترسره شوی، چې په پایله کې یې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي، چې دا بریدونه د افراطي ډلو له لوري د ملکي خلکو د امنیت پر ضد د دوامداره ګواښ په توګه یاد شوي دي.
یوناما همدارنګه د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډېورند فرضي کرښې په اوږدوکې د نښتو راپور ورکړی، چې د ملکي خلکو په مرګ ژوبله او جدي زیانونو تمامې شوې دي. دغه نښتې، د تاوتریخوالي د زیاتېدو ترڅنګ، د پولو د شخړو د پراختیا او په سیمه کې د خلکو پر ژوند د فشارونو په اړه اندېښنې زیاتوي.
د بیان آزادۍ او پر رسنیو د محدودیتونو په برخه کې، د یوناما راپور د طالبانو له لوري د نویو محدودیتونو یادونه کوي. دې محدودیتونو کې رسنیو ته د سیاسي خپرونو، د ژوندۍ خپرونې بندول او د دیني عالمانو په عامه څرګندونو کې بندیزونه شامل دي.
دا بدلونونه څرګندوي چې طالبان هڅه کوي په ټولنه کې پر رسنیو او خپرېدونکي محتوا لا ډېر کنټرول ولري. په راپور کې د طالبانو د عدلیې وزارت هغه اعلامیې ته هم اشاره شوې چې د طالبانو له قوانینو او اسنادو څخه انتقاد له زغم وتلې ګڼي او ان دا یې له شریعت څخه له نیوکې سره برابر ګڼلی. دې اعلامیې د بیان پر ازادۍ او د مخالفو غږونو د لا زیاتې ځپنې په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.
یوناما ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او ټولنیز فشارونه دوام لري او په پراخه کچه یې د هغوی حقونه او ازادۍ محدودې کړې دي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت رئیس محمد خالد حنفي حتی په دې وروستیو کې ویلي چې ښځې باید په عامه محضر کې په لوړ غږ مذهبي ذکرونه لکه «الحمدلله» او «سبحانالله» ونه وایي.
دې راپور پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي؛ د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د دې محدودیتونو په اړه ویلي چې دا د افغانستان د ښځو او نجونو پر حقونو یوه «وحشتناکه حمله» ده او هڅه ده چې ښځې په بشپړ ډول له عامه ډګر څخه لرې کړي.