طرز پرس: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش، وایي چې په نړۍ کې د خبریالانو د وژنې له هر لسو قضیو څخه، نهو ته یې سزا نه ورکول کېږي. ښاغلي ګوتریش له دولتونو څخه وغوښتل چې د دې حالت د بدلولو لپاره بېړني اقدامات وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲مه، په ایکس پاڼه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې له مجازاتو څخه معافیت، یوازینی لامل دی چې په نړۍ کې پر خبریالانو د تاوتریخوالي کچه یې لوړه کړې ده. ښاغلي ګوتریش زیاته کړه: «زه له دولتونو څخه غواړم چې د خبریالانو د ساتنې، د هغوی پرضد د جرمونو پلټنې او عاملینو ته سزا ورکولو لپاره بېړني اقدامات وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه دی چې خبریالان په کې له سخت فشار سره مخ دي او د هغوی قضیو ته رسیدګي نه کېږي.
تازه د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) ویلي چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې نږدې ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. دې مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کې ۲۸ ښځینه خبریالانې هم شاملې دي چې د مختلفو جګړو او سازمان شوو جرمونو په پایله کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) د جمعې په ورځ، د لړم ۱۱مه ویلي چې تر اوسه افغان خبریالانو ته په قضیو کې عدالت ندی تامین شوی او د سزا نه ورکولو فرهنګ د خبریالانو د ځپلو لوی لامل ګڼل کېږي. دې سازمان غوښتنه کړې چې د خبریالانو پرضد د جرمونو لپاره د سزا معافیت ختم شي او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې د خبریالانو د حقونو د ۴۴۷ پېښو ثبت کړې دي، چې په کې ۳ وژل شوي او ۲۲۰ د نیونې او تاوتریخوالي پېښې شاملې دي.
دې سازمان همدارنګه زیاته کړه چې طالبانو په بېساري ډول پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه زیات کړي دي او د ټولو هغو مقرراتو د لغوه کولو غوښتنه یې کړې چې د خبریالانو او رسنیو اساسي حقوق محدودوي. د یادونې ده چې نن «شنبه د نومبر ۲مه» د خبریالانو پرضد د جرمونو لپاره د سزا معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده.