د ۲۰۲۴ کال د فوټبال غوره لوبغاړي؛ رودري او بونماتي د فوتبال د نړۍ سرلاري

حامیه نادري

طرز پرس

11 عقرب 1403

3f47c075-58d0-431a-99f6-8c3be3af08cf.jpg

طرز پرس: د ۲۰۲۴ کال د سرو زرو توپ مراسم چې په پاریس ښار کې ترسره شو، د اسپانیا فوټبال لپاره یو ځلیدونکی صحنه وه. دغه مراسم چې د «فرانس فوټبال» لخوا او د یوفا په همکارۍ په «تئاتر دوشاتل» کې ترسره شول، د کال ارزښتمنې جایزې اسپانوي ستورو ته په کې ورکړل شوې. د مانچسټر سيټي پیاوړي هافبک رودري د کال د غوره نارینه لوبغاړي په توګه د سرو زرو توپ جایزه ترلاسه کړه، او د بارسلونا آیتانا بونماتي د کال د غوره ښځینه لوبغاړې په توګه وپېژندل شوه.

دا بریالیتوبونه وکړای شو چې د اسپانیا فوټبال تر ۶۶ کلونو وروسته بیا په سر کې راشي، ځکه چې وروستی اسپانوي لوبغاړی چې دا جایزه یې ګټلې وه، لوئیس سواریز و، چې په ۱۹۶۰ کال کې یې ترلاسه کړې وه. د هر کال په څېر، د مراسمو په پیل کې د نړۍ غوره فوټبال لوبغاړي له وروستي مقام څخه لومړي ته اعلان شول، چې د ټولو پام یې ځان ته ور واړاوه. آرتم دووبیک او متس هوملس په ګډه په ۲۹م مقام کې ځای ونیوه، او بیا نورو ستورو لکه الخاندرو ګریمالدو او ویتینیا په ترتیب سره په ۲۸ او ۲۷ مقام کې راغلل. د غوره لوبغاړو په لیست کې د بوکایو ساکا او هاکان چالهان‌اوغلو په څېر مشهورو څېرو هم ځای درلود، چې د لومړیو ۲۰ لوبغاړو په منځ کې وو.

د اصلي مراسمو پیل د فوټبال او هنر د مشهورو څېرو په ګډون سره ترسره شو، او یو له جالبو برخو څخه د "کوپا" جایزې ورکول وو چې لامین یامال، د بارسلونا او اسپانیا د ملي لوبډلې ځوان ستوري ته د هالنډ پخواني اسطورې رود ګولیت لخوا ورکړل شوه. «کوپا» جایزه چې ځوانو لوبغاړو ته ورکول کیږي، سږ کال دې راتلونکي ستوري ته ورکړل شوه. نورو لوبغاړو لکه آرادا ګولر، کوبي ماینو، ساوینیو او پاکو کوبارسي هم په ترتیب سره دوهم څخه تر پنځم مقامونو کې ځای ترلاسه کړل.

په دې مراسمو کې د کال د غوره ښځینه لوبډلې جایزه بارسلونا ته ورکړل شوه. دغه جایزه د بارسلونا د رئیس خوان لاپورتا او د لوبډلې ستورې او کپتانې الکسیا پوتیاس په حضور کې ترلاسه شوه. همدارنګه ریال مادرید د کال د غوره نارینه لوبډلې په توګه وټاکل شو، که څه هم د دې کلب استازو د مراسمو په تحریم کې ګډون نه و کړی. د غوره نارینه لوبغاړو درجه بندي هم دوام درلود، او داسې څېرې لکه هري کین، توني کروس او لامین یامال په ترتیب سره په لسم، نهم او اتم مقام کې راغلل.

د مراسمو یوه برخه د آلماني فوټبال اسطورې، فرانتس بکن‌باوئر، په یاد او خاطره ځانګړې شوې وه، چې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره یې د احساساتو ډک شیبې تېرې کړې. همدارنګه، د لیبیا ولسمشر او د ۱۹۹۵ کال د سرو زرو توپ ګټونکی ژرژ وئا هم په مراسمو کې ګډون درلود او د هغه په ویاړ ځانګړې شیبې ولمانځل شوې.

د کال د غوره ګول‌کیپر جایزه، چې د "لو یاشین" په نوم هم یادیږي، د ارجنټاین ملي لوبډلې او استون ویلا ګول‌کیپر امیلیانو مارتینس ته ورکړل شوه، چې د تېر کال په زړه پورې کارکردګۍ سره یې دا جایزه بیا خپل کور ته یوړه. همدارنګه، د "سوکراتیس" جایزه جینیفر ارموسو، د اسپانیا د ښځینه ملي لوبډلې ستورې ته ورکړل شوه؛ دغه جایزه د دې لپاره ورکړل شوه چې هغې په نړیوال جام کې له لویو ننګونو سره مبارزه وکړه او په میدان کې یې غوره کارکردګي ښکاره کړه.

د ښځینه برخې لپاره، د هالیووډ مشهوره اداکاره ناتالي پورتمن، چې په فوټبال کې یې پانګونه کړې او د انجل سيټي کلب مالکه ده، د کال غوره ښځینه لوبغاړې جایزه آیتانا بونماتي ته ورکړه. بونماتي چې په ملي او کلب لوبډله کې په ځلېدونکو لوبو سره لومړی ځای خپل کړی و، له خپلو هم‌ټیميانو کرولاین ګراهام هانسن او سلما پارایوئلو سره د اسپانیا د ښځینه فوټبال ځواک یو ځل بیا په ډاګه کړ.

په پای کې، د مراسمو په مهمه برخه کې د ۲۰۲۴ کال د سرو زرو توپ جایزه رودري ته، چې د اسپانیا ملي لوبډلې او مانچسټر سيټي ستوری دی، ورکړل شوه. دغه جایزه ژرژ وئا رودري ته تقدیم کړه او دا یې د اسپانیا فوټبال او د مانچسټر سيټي کلب لپاره یو تاریخي شیبه جوړه کړه، ځکه چې دا لومړی ځل دی چې د مانچسټر سيټي یو لوبغاړی دا ارزښتمنه جایزه ګټي. رودري چې له خپل کلب سره یې د انګلیس لیګ اتلولي او له خپلې ملي لوبډلې سره یې د ۲۰۲۴ یورو اتلولي ګټلې وه، ثابته کړه چې په بشپړه چمتووالي او وړتیا کې دی، او دا ویاړ یې بیا اسپانیا ته راوړ.