ټرمپ: ډېر ژر د منځيني ختیځ او اوکراین ستونزې حل کوم

طرز پرس

11 عقرب 1403

wahlkampf-usa-trump.jpg

طرز پرس: پخوانی ولسمشر دونالد ټرامپ او 2024 کال لپاره د متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند، په یوه تازه بیان کې ټینګار وکړ چې ډېر ژر به د منځيني ختيځ او اوکراین کړکېچ حل کړي.
هغه دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په نیومکزیکو ایالت کې وکړې، خو هیڅ داسې وضاحت یې ونه کړ چې څنګه به د منځيني ختیځ او اوکراین کړکېچ ته د پای ټکی کیږدي.؟ ټرمپ، چې خپلو پلویانو ته خبرې کولې، ټينګار وکړ چې هغه غواړي په امریکا کې د اخراج تر ټولو ستر پروسه پیل کړي او هغه پالیسيو ته هم پای ورکړي چې د ویزې نشتون لرونکو مهاجرینو سره مرسته کيږي.
ښاغلي ټرمپ همداراز د خپل اقتصادي پلان په اړه وویل چې په کابینه کې د یوې نوې برخې جوړولو سره به امر وکړي چې «فدرالي حکومت هر څه چې کولی شي» د خلکو د ژوند د لګښتونو د کمولو  لپاره یې ترسره کړي. د ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په وروستیو کې اسرائیل او ایران یو بل ته د حملو ګواښ کړی دی.