طرز پرس: افغانستان د ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیا او درملنې په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې استازولۍ د میندو د مړینې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې هر دوه ساعته کې یوه مور د امیندوارۍ او زېږون پورې اړوند عواملو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې ۱۰ سلنه افغانې ښځې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري او د میندو، ماشومانو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې شمېر د نړۍ په کچه لوړه ده. اروپایي اتحادیې همدارنګه د نا انتاني ناروغیو د زیاتېدو یادونه کړې، چې تقریباً د هېواد نیمايي تلفات له همدې کبله دي او ښځې په دې کې سم نیمایي قربانیان جوړوي. دې ادارې باور څرګند کړی چې محدود مالي سرچینې او د روغتیايي متخصصینو کموالی د افغانستان پر کمزوري روغتیايي سیسټم لا زیات فشار راوړی او د خدماتو پر کیفیت یې اغېز کړی دی.
د دې وضعیت په ځواب کې، اروپایي اتحادیې اعلان کړی چې ۳۱ میلیونه یورو (چې د ۳۳ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو سره برابر دي) د افغانستان د روغتیايي وضعیت د ښه والي لپاره ځانګړي کوي. له دې څخه ۱۶ میلیونه یورو به د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ته او ۱۵ میلیونه یورو به د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) ته ورکړل شي. د دې مرستو موخه د انتاني ناروغیو په وړاندې روغتیايي خدماتو ښه کول او د تولیدي، نسایي او ولادي، نویو زېږېدلو ماشومانو او ماشومانو او ځوانانو روغتیايي خدماتو پیاوړي کول دي.
د اروپایي اتحادیې استازولۍ ټینګار کړی چې په ځانګړي ډول د ښځو، ځوانانو او د محرومو سیمو اوسېدونکو لپاره لومړني روغتیايي خدمات په جدي توګه محدود دي. همدارنګه ۲۵ سلنه د افغانستان وګړي په ستونزمنو او محرومو سیمو کې ژوند کوي. د اروپایي اتحادیې د افغانستان کاردار، ویرونیکا باسکوویچ پوهر، هیله څرګنده کړې چې د باور، شفافیت او پراخوالي پر بنسټ په دوامداره همکارۍ سره، دوی وکولی شي د ټولنې تر ټولو زیانپذیر اقشار، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو د روغتیا او هوساینې په برخه کې مثبت اغېز ولري.
په همدې اړه، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکتر ادوین سنیزا سالوادور، د عادلانه او پراخ روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې باید ډاډ ترلاسه شي چې دواړه جنسونه، په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې، اړین پاملرنې ترلاسه کړي. په افغانستان کې د میندو د مړینې د زیاتوالي په اړه اندېښنې په داسې حال کې دي چې د طالبانو د واک تر لاسه کولو او د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله، د افغانستان روغتیايي نظام د سقوط په درشل کې دی. د طالبانو لخوا په بشري فعالیتونو کې مداخله او د مختلفو امرونو صادرول د مرستو په کموالي او د دې مرستو د ناوړه استفادې په اړه د اندېښنو لامل شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۳۱۰ روغتیايي مرکزونه، چې روغتونونه هم پکې شامل دي، د خدماتو په کموالي او د ملاتړ په نشتون کې مخ دي. دې سازمان خبرداری ورکړی چې که د بودجې کمښت همداسې دوام ومومي، په افغانستان کې به ۷.۶ میلیونه کسان اړینو او ژغورونکو روغتیايي مرستو ته لاسرسی له لاسه ورکړي. د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر (اوچا) هم راپور ورکړی چې طالبانو شاوخوا ۴۰۰ هدایتونه صادر کړي چې د مرستو رسونې پر بهیر یې منفي اغېز کړی دی. په دې کې ۷۱ هدایتونه په ځانګړي ډول د بشري مرستو په برخه کې د ښځو پر ګډون اغېز کړی دی.
د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د هلال احمر ټولنې هم په افغانستان کې د خوارځواکۍ له بحران څخه اندېښنه څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې د ۲۰۲۴ کال د مې او سپټمبر تر منځ د ماشومانو او امیندوارو او شیدې ورکونکو میندو په منځ کې د خوارځواکۍ بېساري کچې لیدل شوي دي. راپورونه ښيي چې اوسمهال ۳.۲ میلیونه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کلونو ښکته دی، او ۸۴۰ زره امیندوارې او شیدې ورکونکې ښځې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، داسې حالت چې هغوی د وختي مړینې او نورو تلپاتې عوارضو له خطر سره مخ کوي.