خلیلزاد: جمهوریت وپړځېد، ځکه مشران یې کمزوري وو

طرز پرس

9 عقرب 1403

resizecom_1634591299924.webp

طرز پرس: د افغانستان په چارو کې د متحده ایالاتو پخواني استازي زلمي خلیلزاد د هغو نیوکو په ځواب کې چې شخصاً دی او امریکا د افغانستان د جمهوري نظام په پړځېدو کې ګرم ګڼل کیږي، ویلي دي چې د جمهوریت د پړځېدو یوازینی لامل، کمزوري مشران یې وو.

ښاغلي خلیلزاد د سې شنبې په شپه د لړم په اتمه په خپل اېکس پاڼه کې ولیکل چې د افغانستان د جمهوري نظام مشران، شخصاً «دی او امریکا» د خپلې واکمنۍ د پړځېدو لپاره ملامتوي. نوموړي زیاته کړه: «د افغانستان جمهوریت ړنګ شو ځکه چې، د لږو استثناوو پرته، مشران یې په حکومت کولو، مذاکره کولو، او جګړه کې کمزوري وو.»
ښاغلي خلیلزاد همداراز پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته اشاره کړې او ویلي چې دی او ټيم یې «د افغانستان طلایي فرصت ضایع کړ.» نوموړي دوی ته په خطاب کې ویلي چې: «د نورو د ملامتولو پر ځای، باید په هنداره کې خپل ځان وګوري او اصلي ګرم خلک وویني.»
د افغانستان د جمهوري نظام مشران او په ځانګړي ډول پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني پر زلمي خلیلزاد تور پورې کاوه چې دی طالبانو ته د واک په لېږد کې ستر لاس درلود؛ خو خلیلزاد په خپل یادښت کې ټيڼګار کړی چې د پړځېدو اصلي لامل د جمهوري نظام د مشرانو کمزوي وه.