طرز پرس: پاکستان کې ورځ تر بلې ډېرېدونکو نا امنيو ته په غبرګون کې طالبان وايي، چې دوی هېڅ کله په خپل ګاونډ کې جګړه نه غواړي، بلکه اقتصاد محوره پالیسي تعقیبوي او هڅه کوي چې ټوله سیمه سره را نږدې کړي.
دا څرګندونې په پاکستان د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب نن د سې شنبې په ورځ د لړم په ۸مه، د سیمه ایزو مطالعاتو انسټیټوټ کې د وینا پر مهال مطرح کړې دي. په پاکستان کې د طالبانو د سفارت له آدرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې: «نا امني پر افغانستان او ټوله سیمه منفي اثر لري او افغانستان هیڅکله هم په خپل ګاونډ کې جګړه نه غواړي.»
خبرپاڼه د طالبانو د سفیر سردار احمد شکیب له قوله ليکي چې: «د پاکستان او افغانستان اقتصادي او سوداګریزي اړیکې باید له امنیتي موضوعاتو سره ونه تړل شي، دغه کار به د ټولو په ګټه وي.»
ښاغلي شکیب په دغه غونډه کې اندېښنه ښودلې، چې «د دروازو وخت ناوخته بندېدل، تعرفو کې ناڅاپي لوړوالی، د باروړونکو موټرو غیرضروري ارزونې، د پاکستان د ویزو په برخه کې شته ستونزې او د پاکستاني لوري اړوند اقدامات پر دغو اړیکو منفي اغیزې کوي» خبرپاڼه لیکلي چې د دې کار زیان به نه یوازې «دواړو حکومتونو» بلکه د کرښې دواړو غاړو کې میشتو خلکو ته هم ورسیږي.
طالبان په داسې حال کې په پاکستان کې د جګړې د نه غوښتلو ادعا کوي، چې بل پلو اسلام اباد بیا پر طالبانو تور پورې کوي چې د دوی په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستاني لخوا ترسره کېدونکي ټول بریدونه د افغان طالبانو په ملاتړ پلان کيږي. دا هغه ادعا ده چې افغان طالبانو بیا تل رد کړې ده.
طالبان: هېڅکله پاکستان کې جګړه نه غواړو
طرز پرس
8 عقرب 1403