ایران پر وړاندې د اسرائیل د دویمې احتمالي حملې څپې

طرز پرس

8 عقرب 1403

resizecom_89999999999.jpg

طرز پرس: د اسراییل چارواکو ویلي چې د ایران پر وړاندې د دوی مخکینی برید یوازې د ایران توغندیزو بریدونو ته په ځواب کې ترسره شوی او د لومړي وزیر پر کور د ډرون برید ځواب لا پاتې دی.
د اسرائیل ۱۳م کانال راپور ورکړی چې د دې هېواد کابینې له څو ساعتونو سلا مشورو وروسته پرېکړه کړې چې باید په نږدې وخت کې د ایران پر وړاندې د بلې حملې لپاره اقدام وکړي. دغه غونډه کې امنیتي چارواکو ته په ډاګه ویل شوي چې پر ایران د اسرائیل وروستی برید باید د لومړي وزیر پر کور د برید په ځواب کې ونه ګڼل شي او دې لپاره یو ځانګړي غبرګون ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا چارواکو ویلي، د ایران او اسراييل ترمنځ بریدونه پای ته رسېدلي او له ایران څخه یې غوښتنه کړې چې د اسرائیل ورستیو بریدونو ته ځواب ورنه کړي. د ایران ولسمشر، مسعود پزشکيان، بیا د دې برید په غبرګون کې ویلي دي چې اسرائیل ته به حتما یو «مناسب» ځواب ورکوي.