طرز پرس: سیمه ييزې سرچینې طرز پرس ته وايي چې نن ماښام او تېره شپه یې په هرات ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې لېدلي دي. له دې سره هم مهاله په نیمروز ولایت کې هم یو شمېر سرچینو تایید کړه چې د دې ولایت په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکو غږونه یې اورېدلي دي.
تر اوسه لا د دې بې پیلوټه الوتکو د ګزمو اصلي موخه څرګنده نه ده او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو چارواکو مخکې منلې وه چې بې پیلوټه الوتکې د افغانستان هوایي حریم ته ننوځي؛ خو دوی د تخنیکي ستونزو او د امکاناتو د نشتون له امله نه شي کولی چې مخه یې ونیسي.
لا تر اوسه، کوم هېواد د افغانستان په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکو د ګزمو مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی او دا هم نه ده معلومه چې دا بې پیلوټه الوتکې کوم هېواد پورې اړه لري او له کوم ځای څخه د افغانستان هوایي حریم ته داخلېږي.