خلیلزاد: لا وختي دی چې د حقاني په اړه خوشبین اوسو، لومړی یې باید وړتیا وګورو

طرز پرس

5 عقرب 1403

resizecom_121134443_zal2-696x392.jpg

طرز پرس: افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني په اړه د نیویارک ټایمز راپور ته په غبرګون کې ویلي، لا وختي دی چې خوشبینانه باور وشي، ځکه د نوموړي په وینا، لومړی باید د ښاغلي حقاني وړتیا او نیت و ارزول شي.
نیویارک ټایمز د سراج الدین حقاني په اړه په یوه مقاله کې لیکلي وو چې هغه «يو بدل شوی شخص» دی او کولای شي طالبان د يو نوي مسير پر لور بوځي.
ښاغلي خليلزاد د جمعې په ورځ د لړم په ۴مه ولیکل، چې د طالبانو په لیکو کې د حقاني ترڅڼګ ځينې نور چارواکي هم شته چې د ملاهبت الله له لوري پر ښځو او نجونو د سختو اعمال شویو محدودیتونو مخالف دي. نوموړي زیاته کړې: «لومړی، بايد پوه شو چې ښاغلی حقاني د منځلاریتوب او لويديځ ته د تمايل لرلو په دريځ کې يوازې نه دی. د بېلګې په توګه، ملا يعقوب او ملا برادر هم د هغو کسانو له ډلې دي، چې پر نجونو او ښځو له لګول شويو محدودیتونو سره مخالف دي.»
زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره د دوحې د تړون تجربه لري، ټينګار یې کړی، لا ډېره وخته ده چې یوې خوشالونکې پایلې ته خوشبینه اوسو، ځکه د نوموړي په وینا، لومړی باید په دې برخه کې د طالبانو د دغو چارواکو نیت او وړتیاوې وارزول شي.
ښاغلي خلیلزاد په دوام کې ليکلي: «له دې مشرانو سره د امريکا متحده ایالتونو چلند او تګلاره تېر ته په کتو د غچ اخيستې پر اساس ده يا که په راتلونکي کې زموږ د ګټو او اهدافو پر اساس!؟» ښاغلي خلیلزاد ويلي چې دی له طالبانو سره د هغو اړیکو ملاتړی دی چې د امریکا د ګټو پر اساس تعریف شوې، خو د هغه په وینا، لومړی باید دا ډاډ ترلاسه شي چې د طالبانو دغه چارواکي کولی شي په دې برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.