۳ پاکستاني پوځيان له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي

ترانه سپاهي

طرز پرس

4 عقرب 1403

resizecom_R (1).jpg

طرز پرس: باخبره سرچینې طرز پرس ته وايي چې درې پاکستاني پوځيان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
دا جګړه د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د پنجشنبې په ورځ، د لړم ۳مه، د هلمند ولایت په برامچه سیمه کې شوې ده. یوې باخبرې سرچینې طرز پرس ته وویل چې جګړه د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو او طالبانو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته پېښه شوه. د سرچینې په وینا، پاکستاني پوځيانو غوښتنه کړې چې د لفظي شخړې عاملین دې ورته تسلیم کړل شي؛ خو د طالبانو د هلمند د لوا قوماندان د پاکستاني پوځيانو دا غوښتنه نه ده منلې.
سرچینه زیاتوي: «طالبانو له لفظي شخړې وروسته د ډیورنډ کرښې هغه غاړې ته واوښتل، خو پاکستاني عسکرو ته یې اجازه ورنکړه چې د کرښې دې غاړې ته راشي، او په پایله کې جګړه پیل شوه.»
د دې سرچینې په وینا، طالبانو او پاکستاني عسکرو په دې جګړه کې له سپکو وسلو سربېره، له درنو وسلو او توپونو څخه هم استفاده کړې ده. طالبانو او د پاکستان حکومت تر دې دمه په دې اړه رسماً څه نه دي ويلي.