طرز پرس: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، وايي چې اسراییل باید د ایران توغندیزو بریدونو ته په ځوابي اقدام کې په بشپړ ډول له احتیاط کار واخلي، ترڅو په منځني ختیځ کې د کړکېچ له زیاتېدو مخنیوی وشي.
ښاغلي بلینکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د اسراییل له خوا د غزې د بیا اشغال مخالف دی او اوس د غزې د جګړې د پای وخت رارسېدلی دی. امريکايي رسنيو د چهارشنبې په ورځ، د لړم په ۲مه، د ښاغلي بلینکن په حواله راپور ورکړ چې واشنګټن د غزې جګړې د پای ته رسولو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه مختلفو لارو چارو باندې په فکر کولو بوخت دی. دغه امریکایي چارواکي ټینګار کړی دی: «امریکا په بشپړ ډول د اسراییل له خوا د غزې د بیا اشغال کولو مخالف دی.»
انتوني بلینکن په دې بیان کې همدارنګه ویلي چې متحده ایالاتو غزې ته د بشر خوښوونکو مرستو په برخه کې هڅې کړي دي. هغه ویلي: «غزې ته د مرستو په لېږلو کې پرمختګ شوی، خو دا کافي نه دی.» دغه امریکایي چارواکي ټینګار وکړ چې له جګړې وروسته د غزې د بیا رغونې لپاره باید یو واضح پلان موجود وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام کې د تهران پر وړاندې د تل ابیب ځوابي اقدام ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه برید باید په احتیاط ترسره شي، څو په وینایې په سیمه کې د کړکېج مخه ونیول شي. ښاغلي بلینکن د منځني ختیځ د کړکېچ کمولو په برخه کې د سعودي عربستان رول ګټور وباله او ویې ویل چې دغه هېواد کولای شي په دې حساس وخت کې په سیمه کې د پراخې جګړې د رامنځته کېدو په اړه اندېښنې راکمې کړي.