د کابل ښاروالۍ په دې وروستیو کې د ګرځنده پلورونکو فعالیتونو د محدودولو په موخه ځینې اقدامات ترسره کړي دي، څو په ښار کې نظم رامنځته کړي. دغه اقدامات، په ځانګړي ډول د ښار په بېلابېلو برخو کې په ګرځنده پلورونکو منفي اغېزې کړي او جدي اندېښنې یې ورته راولاړې کړي دي.
اوس مهال، په کابل کې ګرځنده پلورونکي د ټولنې له زیانمن شویو قشرونو څخه شمېرل کېږي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. ډېری دغه کسان په ښار کې په بېلابېلو سیمو لکه لومړۍ، شپږمه او یوولسمه ناحیه کې کوچني او ارزانه توکي پلوري، خو د دوی ورځنی عاید دومره نه دی چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د رسمي کارونو بازار د اقتصادي بحرانونو او بېکارۍ له امله مخ په کمېدو دی، ګرځنده پلورل د دوی لپاره د عاید یوه اساسي سرچینه ګرځېدلې ده.
سعید، چې د کابل په لومړۍ ناحیه کې ګرځنده پلورونکی دی، وايي چې ښاروالۍ د دوی د فعالیتونو مخنیوی کوي. هغه زیاتوي: «په دې اقتصادي حالت کې زه مجبور یم هره ورځ د سړک پر غاړه کار وکړم. که ښاروالۍ اجازه را نه کړي، نه پوهېږم چې څه وکړم.» د سعید په وینا، دا محدودیتونه د کورنیو پر ژوند نور ډېر فشارونه راوړي او ځوورونکې پایلې لري.
په همدې حال کې ندا چې د کابل په شپږمه ناحیه کې ګرځنده پلورونکی دوکان لري، د ښاروالۍ د مسئوولینو له ناوړه چلند شکایت کوي. هغه وویل: «هر ځل چې غواړو خپل توکي وپلورو، مسئوولین راځي او موږ مجبوروي چې خپل کار بند کړو. موږ حلاله روزي پسې ګرځو او نه غواړو له چا سره شخړه وکړو.» ندا وايي، اړتیا لري چې یو مناسب ځای ورته ورکړل شي ترڅو خپل کار ته دوام ورکړي.
جمیل چې د کابل په یوولسمه ناحیه کې د خپل شپږ کسیزې کورنۍ لپاره د لاسي جوړو بوټانو په پلورلو خپلې ورځې تېروي، طرز پرس ته وايي چې د ګرځنده پلورونکو لپاره مناسب ځایونه نه شته. هغه وايي: «هغه نوي ځایونه چې ښاروالۍ موږ ته ټاکلي، ډېر لرې دي او خلک هلته نه ورځي. موږ نه شو کولی خپل توکي وپلورو.»
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښاروالۍ ادعا کوي چې دا اقدامات یې د ښار د نظم ښهوالي او د ټرافیکو د مخنیوي لپاره ترسره کړي، خو حقیقت دا دی چې اوس مهال ډېر ګرځنده پلورونکي د اړینو ملاتړو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دغه لاس پلورونکي باور لري چې د دوی لپاره ځانګړي ځایونه ټاکل، پرته له دې چې د دوی اقتصادي اړتیاوو او وضعیت ته پاملرنه وشي، ډېر اغېز نه لري.
د اقتصادي فشارونو او ټولنیزو بحرانونو له زیاتوالي سره، په کابل کې د ګرځنده پلورونکو ژوند یوه جدي بحران سره مخ شوې. د راپورونو له مخې، نږدې ۲۴ میلیونه افغانان بشر خوښوونکو مرستو ته اړتیا لري او ډېرې کورنۍ په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې، د ژوند لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
له دې وړاندې، د کابل ښاروالۍ ویلي و چې لاس پلورونکي ته نوي ځایونه په پام کې نیول شوي، خو د ډېرو لاس پلورونکو په وینا، دغه ځایونه هېڅ مناسب نه دي او یوازې د دوی اقتصادي ستونزې ډېرې کوي. دغه لاس پلورونکي له مسئوولینو څخه د لا ډېر پام غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې پرته له دې چې کاري فرصتونه رامنځته نه شي، د دوی وضعیت به ښه نه شي.