د ایراني ځواکونو په تازه برید کې ۱۵۰ افغان کډوال وژل شوي او ټپیان دي

طرز پرس

30 میزان 1403

Pashto (1) (1).jpg

سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې تېره شپه د ایران د سرحدي ځواکونو په دویم ځل برید کې شاوخوا ۱۵۰ تنه افغان کډوال وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د سیمې خلکو د پیښې انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دا پېښه تېره شپه د ایران په سراوان کلګان سیمه کې شوې ده. د ایران حال‌وش خبري شبکې له سیمې راپور ورکړی چې دا ځل د افغان کډوالو شمېر شاوخوا ۱۵۰ کسان ول او ټول دا کډوال یا وژل شوي او یاهم ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې پیښې دقیق جزئیات نه دي روښانه شوي او د ایران چارواکو په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی. د حال‌وش خبري شبکې په راپور کې چې د سیمې خبرونو ته پوښښ ورکوي، همداراز راغلي چې یو شمېر افغان کډوال د ماین په چاودنه او وروسته د ایراني سرحدي ساتونکو په ډزو کې وژل شوي، ټپیان شوي او یاهم ورک شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د کډوالو چارو مرستیال عبدالرحمان راشد ویلي چې پر افغان کډوالو د ایران سرحدي ځواکونو د لومړۍ برید په اړه د پلټنو پایلې به ژر خپرې شي. خو دې طالب چارواکي ویلي چې پر افغان کډوالو ډزې د رسنیو هڅه ده چې غواړي د ایران او طالبانو ترمنځ «بدګوماني او بې‌اتفاقي» ته لمن ووهي.