د طالبانو ستره محکمه وایي، په کندهار او غزني ولایتونو کې شپږو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د «طرز پرس» د راپور پر بنسټ، دې محکمې پرون پنجشنبې په جلا بیانونو کې ویلي چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پر لواطت تورنو پنځو کسانو د ۳۰ درو وهلو حکم تطبیق شو.
د طالبانو محکمې همدارنګه ویلي چې په غزني کې په غلا تورن پر یو کس د ۳۹ درو وهلو سزا تطبیق شوه. په څه باندې یوه اوونۍ کې د طالبانو د محکمو له خوا پر شاوخوا ۳۰ کسانو دا ډول تعزیري سزاګانې عملي شوې دي. د بشري حقونو فعالان د طالبانو پر قضایي نظام انتقاد کوي او وایي تورن کسان مدافع وکیل ته له لاسرسي پرته د طالبانو لهخوا مجازات او زنداني کېږي.
په کندهار او غزني کې شپږو کسانو ته د تعزیري سزا ورکړل شوه
طرز پرس
31 جوزا 1403