د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي چې په غور ولایت کې د «فتنه ګرو يو وحشي ګروپ» چې د پاکستان په بلوچستان کې د داعش خراسان لخوا رهبري کېده، له منځه وړل شوی دی.
ښاغلي مجاهد د یکشنبې په شپه ناوخته د تلې ۲۹مه، په خپل اېکس پاڼه کې ليکلي، چې دوی خپل ټول بريدونه په بلوچستان کې د داعش خراسان څانګې د رهبرۍ په مستقيمه لارښوونه په افغانستان کې ترسره کول. ښاغلي مجاهد زیاته کړې: «دا هغه ګروپ وو چې د تيرې مياشتې په نهمه یې د غور په مرکزکې په ملکي اهل تشيع هيوادوالو بريد کړی وو او تر شلو پورې هيوادوالو ته یې تلفات اړولې وو.»
د طالبانو ویاند په خپل یادښت کې ویلي چې دغه ډله په غور، کابل او باميانو کې هم په يو لړ بریدونو کې دخيل وو او د نوموړي په وینا، «يو شمير کسان نیول شوي او په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی» ښاغلي مجاهد زیاته کړې: «نن یکشنبه د غور مرکز اړوند مارکو سيمه کې د دوی په یو پټنځای عمليات وشول، په نتيجه کې د دوی مشر او يو بل مهم کس ووژل شول. له دوی څخه يوه اندازه وسله، مهمات، لاسي بمونه او منفجره مواد ونیول شول. متأسفانه چې دا ګروپ هم په بلوچستان کې د داعش له مرکزونو څخه مستقیما رهبري کیده.»
د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان د داعش د ترهګریزو بریدونو په اړه دا راپورونه په داسې حال کې خپريږي، چې بل پلو د پاکستان حکومت بیا پر طالبانو تور پورې کوي، چې ګواکې خپله خاوره د پاکستان د حکومت پرضد کاروي او ټي ټي پي خپل بریدونه له افغانستان څخه تنظیموي. خو دا هغه تورونه دي چې افغان طالبان یې تل رد کړي دي.
ذبیح الله مجاهد: بلوچستان څخه رهبري کېدونکې د داعش یوه ډله له منځه یوړل شوه
طرز پرس
30 میزان 1403