طرز پرس: په داسې حال کې چې طالب چارواکي د حماس او حزب الله ډلې د مشرانو وژل کېدو په اړه له مستقیمو څرګندونو ډډه کړې؛ خو په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد زدران ويلي چي د حماس او طالبانو ارمانونه یو ډول دي.
ښاغلي زدران داڅرګندونې نن د جمعې په ورځ په خپل اېکس پاڼه کې په یوه یادښټ کې په درې ژبو پښتو، عربي او انګلیسي خپره کړې ده؛ خو له فلسطيني ډلې حماس سره د طالبانو ګډو ارمانونو په اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی.
نوموړي د حماس د وژل شوي مشر یحیي سنوار له انځور سره د دغې ډلې د جنګياليو په جیبونوکې د پاتې شویو وسایلو یو انځور هم خپره کړې او ورسره یې ليکلي چې : «د دوی او زموږ د شهیدانو جیبونه، زموږ د ارمانونو په څېر یو ډول دي.» د ښاغلي زدران په وینا، مېنټوس د لوږې او بدبویي د کمولو لپاره کاریږي او د انسان خوله عموماً د لوږې په وخت بد بوی کوي. نوموړي همداراز زیاته کړې: «تسپې او یوه مرمۍ د دې نښه ده چې دې سړي یوازې د الله ج د رضا لپاره مقابله وکړه.»
په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند په پای کې د حماس مشر یحیي سنوار یو اتل بللی او ورته یې ليکلي: « اتله، شهادت د مبارک شه!»
دا په داسې حال کې ده چې طالب مشران په سیمه کې روانو تحولاتو په اړه له مستقیمو څرګندونو ډډه کړې او تر اوسه یې د یحیي سنوار د وژل کېدو په اړه هم څه نه دي ويلي.
د طالبانو یو ویاند: د حماس او طالبانو ارمانونه یو ډول دي
طرز پرس
27 میزان 1403