طرز پرس: حماس تایید کړه چې د دې ډلې مشر یحیی سنوار، له اسراييلي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی. اسرائیل پرون اعلان وکړ چې په غزه کې په یوه نظامي عملیات کې «درې ترهګر» یې وژلي او احتمالاً یو له هغو څخه د حماس مشر یحیی سنوار دی.
د حماس مشر په تصادفي ډول ووژل شو
د حماس د مشر د وژل کېدو په اړه نوي جزئیات ښیي چې هغه په تصادفي ډول د اسراييل له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی. اسرائیل تایید کړه چې له دې مخکې یې د سنوار د ځای په اړه هیڅ معلومات نه درلودل. د اسرائیلي د پوځ ویاند، دانیال هګاري، رسنیو ته ویلي چې د دې هېواد ځواکونه په دې سیمه کې د سنوار د شتون په اړه خبر نه وو او یوازې خپل ورځني عملیات یې ترسره کول.
العربیه د پېښې جزییات داسې بیان کړي: «د چهارشنبې په سهار شاوخوا ۱۰ بجې، د اسراييلي ځواکونو د ۴۱۰ لوا سرتېرو، یو شکمن کس ولید چې د تل السلطان په یوه کور کې تګ راتګ کوي. د پیاده ځواکونو یو ټیم د وضعیت د څېړلو لپاره سیمې ته واستول شو. د هماغه ورځې په ماسپښین درې بجې، درې شکمن کسان په سیمه کې له دوو کورونو څخه د داخلېدو او وتلو په حال کې ولیدل شول، او ګمان کېده چې دا کسان د سنوار ملګري دي چې هڅه یې کوله هغه ته لار پرانیزي. په دې وخت کې اسرائیلي ځواکونو پرې ډزې وکړې، او په نتیجه کې سنوار او د هغه ډلې دوه مختلفو ودانیو ته پناه یووړه؛ خو په پای کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا ووژل شول.»
بی بي سي هم لیکلي چې: «په هغه وخت کې دې نښتې د سرتېرو هېڅ پام جلب نه کړ. په حقیقت کې، سرتېري تر پنجشنبې پورې بېرته د نښتې ځای ته ونه ګرځېدل. یوازې په هغه وخت کې یې د وژل شوو کسانو جسدونه وارزول او پوه شول چې د هغوی له منځه یو کس له یحیی سنوار سره ډېر ورته والی لري. لا هم د احتمالي چاودنو په اړه د شک له کبله، د وژل شوو کسانو جسدونه یې نه و ځای پرځای کړي، بلکې یوازې د هغه کس د ګوتې یوه ټوټه پرې کړه چې د سنوار سره ورته والی یې درلود او د پېژندلو لپاره یې اسرائیل ته واستوله. د پنجشنبې په ناوخته وروسته له دې چې امنیتي وضعیت سم شول، د سنوار جسد هم اسرائیل ته ولېږدول شو.»
غبرګونونه
د فلسطینې ډلې حماس د مشر وژل کېدو نړیوال غبرګونونه راوپارول. د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل چې د هغه په وژل کېدو به نړۍ ته سوله راشي. ښاغلي بایدن نن په برلین کې هم د سنوار وژل کېدو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې اوس د غزې د جګړې د پای وخت دی.
د بریتانیا حکومت د سنوار له وژل کېدو وروسته وویل چې اوس په منځني ختیځ کې د دوامداره سولې لپاره ګام اخیستل کېدی شي او په پټه یې اشاره وکړه چې د حماس د سیاسي مشر په وژل کېدو سره، نور دا ډله یو بالقوه ګواښ نه دی. له بلې خوا، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو اعلان وکړ چې د یحیی سنوار وژل یو ښه بری دی، خو د هغه په وینا، جګړه په غزه کې لا هم پای ته نه ده رسېدلې.