ننګرهار کې د لامبلو پر مهال یوه ځوان ډوب او مړ شوی

طرز پرس

31 جوزا 1403

e2d410fd-1156-4c08-86f9-3ae32d6f63dd.jpeg

ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې ځایي خلکو د سیند په اوبو کې د یو ځوان مړی موندلی دی.
ځایي خلک د دغه ځوان مړی نن (پنجشنبه، ۱۴ د چنګاښ) سهار ۰۷:۰۰ بجې د بهسودو اړوند له کابل سیند راویستلی. یوه سرچېنه وایي،  یاد ځوان یوه ورځ وړاندې له درونټې سیمې څخه د لامبو پر مهال سیند وړی و. ننګرهار کې له دې څو ورځې وړاندې هم طالب مسوولینو د یو ځوان جسد له سیند راویستلی و.
د هوا په ګرمېدو سره په سیندونوکې د ځوانانو د ډوبیدو پېښې زیاتې شوي چې لامل یې له اوبو سره د خلکو بې احتیاطي ښودل شوې.