طرز پرس: طالبانو اعلان کړی چې هېڅوک په افغانستان کې له نمبر پلیټ او اسنادو پرته د موټرو او وسایطو د کارولو حق نه لري او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د بې جوازه تورو ښيښو موټرونو ګرځول او پر غير معمولي هارنونو هم بندیز دی. نوموړي ټينګار کړی چې په ښارونو او سړکونو کې اړوند نږدې پوستې دا ټول مسایل له نږدې څاري او سرغړوونکي نیول کيږي.
ښاغلي قانع زیاته کړې: «د امنيتي ځواکونو اړوند پوستو ته سپارښتنه شوې چې د هغوی غیر معمولي هارنونه بند، تورې ښيښې ورته سپينې او قانوني چلند ورسره وکړي.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تېر یو کال کې د پوليسو لخوا د ۳۵۰۰ موټرونو تورې ښيښې سپينې شوې دي.
د یو بل خبر له مخې طالبانو په افغانستان کې د سوالګرو د را ټولو لړۍ پیل کړې ده. ښاغلي قانع په خپل اېکس پاڼه کې خبر ورکړی چې د دغه لړۍ په دوام کې له بدخشان ولایت څخه هم په لسګونه سوالګر د ښار له واټونو را غونډ شوي او دوی ته ټاکل شويو ځایونو ته لېږدول شوي دي.
طالبان: هېڅوک حق نه لري چې له نمبر پلیټ او اسنادو پرته موټر وکاروي
طرز پرس
26 میزان 1403