چین او پاکستان: طالبان باید متوازن سیاست غوره کړي

طرز پرس

25 میزان 1403

dd3ed4876fa224eec0795ad58e9beb86d882a396-2048x1362.jpg

طرز پرس: پکن او اسلام آباد په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو څخه غوښتي چې په افغانستان کې باید متوازن سیاست غوره کړي او په ورته وخت کې یې له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې په افغانستان کې د معتدل سیاسي چوکاټ د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف او د چین صدراعظم لي چیانګ دغه ګډه اعلامیه د سه شنبې په ورځ خپره کړه، چې په کې دواړو خواوو له طالبانو غوښتنه کړې چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او د سیمې پر وړاندې استعمالېدو ته پرېنږدي. په همدې اعلامیه کې د چین صدراعظم او د هغه پاکستانی همتا ژمنه کړې چې د افغانستان د دوامداره پرمختګ لپاره او د طالبانو تر کنټرول لاندې د دې هېواد په نړیواله ټولنه کې د ادغام لپاره به هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې نا امني زیاته شوې او په دې هېواد کې همداراز په ځلونه چینایي اتباعو هدف ګرځول شوي دي.
پاکستان وايي چې وسله‌وال، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (TTP) جنګیالي، له افغانستانه دننه پر پاکستان بریدونه تنظیموي، خو طالبانو دا تورونه په بیا بیا رد کړي او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد استعمال نشي.