طالبان: تورخم کې د وسلو قاچاق په موږ پورې اړه نه لري

طرز پرس

24 میزان 1403

OIP (1).jpg

طرز پرس: طالبان وايي، په تورخم کې قاچاق شوې وسلې په دوی پورې هېڅ تړاو نه لري او احتمالاً دغه وسلې په نورو هېوادونو کې د تور بازار له لارې اخیستل شوې او قاچاق شوې وي.

په تورخم کې د پاکستان حکومتي چارواکو د لسګونو ګرمو وسلو د نیولو خبر ورکړی دی چې د دوی په وینا د تروریستي بریدونو لپاره دې هېواد ته قاچاق شوې وې. د پاکستاني چارواکو په وینا، دې وسلو کې امریکایي وسلې، د شپې لید دوربینونه او زرګونه ګولۍ شاملې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، د دې خبر په غبرګون کې ویلي چې ګاونډي هېواد ته قاچاق شوې وسلې له دوی سره هېڅ تړاو نه لري. ښاغلي قانع په دې ټینګار کړی چې د وسلو قاچاق یوازې په افغانستان کې نه بلکې په ټولو هېوادونو کې شته، او زیاته کړې یې ده: «ممکن دا ډول وسلې په نورو هېوادونو کې د تور بازار له لارې اخیستل شوې او بل هېواد ته قاچاق شوې وي.»
خو هغه په مشخص ډول د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی او ټینګار یې کړی چې «د وسلو قاچاق چې ګواکې له تورخم څخه ګاونډي هېواد ته شوی دی، د افغانستان اسلامي امارت پورې اړه نه لري» د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دوی ته دا مهمه ده چې له افغانستان څخه د وسلو د پیر، پلور او قاچاق مخه ونیسي او د دې لپاره یې اړین ګامونه اخیستي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په ځلونه پر طالبانو تور پورې کړی چې د هغوی په خاوره کې د دولت ضدو ډلو سره مرستې کوي؛ خو طالبانو دا تورونه تل رد کړي او ویلي یې دي چې وسله‌وال، په ځانګړې توګه پاکستاني طالبان او داعش ډلې، ټول په پاکستان کې ښکاره مرکزونه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي.