حامد کرزی: د جرګې له پرېکړه لیک کلک ملاتړ کوم

طرز پرس

23 میزان 1403

R.jpg

طرز پرس: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په خیبر پښتونخواکې له ترسره شوې جرګې کلک ملاتړ کړی او ويلي یې دي چې دا په سیمه کې د ستونزو د هوارولو لپاره یو اغېزمن ګام دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د تلې ۲۳مه په خپل ټويټر پاڼه کې کړي دي او همداراز په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانېستلو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین له ټينګار مننه او ستاینه کړې ده.
ښاغلي کرزي، دغه جرګه «یو ارزښتناک تاریخي دود» بللی او د ستونزو د حل لپاره یې «موثره طریقه» ګڼلې ده. نوموړي زیاته کړې ده: « د خیبر په جرگه کې د ښځو د پراخ گډون او د تعلیم پر ارزښت د ټولو تاکید دا څرگندوي چې په سېمه کې میشت خلک د امن او متمدن ژوندانه غوښتونکي دي.»
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سیمې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو او د ددې جرگې د جوړولو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پښتین
له «نه ستړیدونکیو هلو ځلو او د مشرانو او اولسونو له گډونه» مننه کوي.
په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو قامې جرګه له درې ورځنيو خبرو اترو وروسته پرون پای ته ورسېد. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جرګې ټولې فیصلې په جیګ آواز خلکو ته واورولې او د جرګې لومړۍ پرېکړه داوه چې له پښتونخوا څخه د پاکستان پوځ په ګډون، تحریک طالبان او داعشیان باید په راتلونکو ۶۰ ورځو کې ووځي. جرګې همداراز فیصله وکړه چې تورخم او ډېورند کرښه هم دواړو غاړو پښتنو پر مخ باید لکه پخوا خلاصه شي او وېزې ته اړتیا نه وي.