طرز پرس: طالبانو له افغان کډوالو غوښتنه کړې چې پاکستان کې په ترسره کېدونکو لاریونونو کې دې برخه نه اخلي او خپله بې پرېتوب دې خوندي کړي.
په اسلام اباد کې د کډوالو په برخه کې د طالبانو فرهنګي اتشه ویلي چې یو شمېر افغان کډوال د خپلو «کاذبو احساساتو» له مخې کولی نه شي خپله بې پرېتوب خوندي کړي. د طالبانو د کډوالو او بیا راستنېدونکو وزارت د یکشنبې په ورځ هم اعلان وکړ چې په اسلام آباد کې د کډوالو په برخه کې د دوی اتشه دغه موضوع له یو شمېر افغانانو سره په لیدنه کې مطرح کړي دي.
د طالبانو دا اقدام تر هغه وروسته کیږي چې په اسلام اباد کې د عمران خان په مشرۍ د حزب تحریک انصاف لخوا په یوه لاریون کې د افغان کډوالو د حضور په اړه راپورونه خپاره شوي وو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي څلور ورځې مخکې ادعا وکړ چې په دغه لاریون کې ۱۲۰ افغان ګډونوال یې نیولي دي؛ خو د تحریک انصاف ګوند بیا د دوی د لاریون په لیکو کې د افغانانو د حضور خبره رد کړې وه.
طالبان: افغان کډوال دې د پاکستان په لاریونونو کې ګډون نه کوي
طرز پرس
23 میزان 1403