طرز پرس: د امریکا دفاع وزیر له خپل اسرائيلي سیال سره په ټلفني اړیکه کې د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو د اسرائيل د بریدونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.
پنتاګون وايي، لویډ آستین له خپل اسراييلي سیال یو اف ګالانت سره په دغه ټلفني خبرو کې ټينګار وکړ چې په لبنان کې د نظامي عملیاتو پرځای، غوره ده چې ډیپلوماتیکې لارې چارې وکارول شي.
په ورته وخت کې د نړۍ ۴۰ هېوادونو چې سرتېري یې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په فارمت کې دنده ترسره کوي، د اسراييل وروستۍ بې غوري غندلي او خبرداری یې ورکړی چې دا بریدونه باید ډېر ژر ودرول شي.لو
دا غبرګونونه تر هغه وروسته را پورته کيږي چې د اسرایيل یو ټانک د پنجشنبې ورځ د تلې په ۱۹مه، د لبنان په ناقوره کې د سوله ساتو ځواکونو د څار برج په نښه کړ او په پېښه کې دوه سرتېري ټپیان شول. یوه ورځ وروسته د جمعې په ورځ او د تلې په ۲۰مه هم دوه سرتېري په ناقوره کې د دوو چاودنو په پایله کې ټپیان شول.
پنتاګون: لبنان کې د نظامي عملیاتو پرځای پر ډپلماټيکو هڅو تمرکز وشي
طرز پرس
22 میزان 1403