د تېرې ترخې تجربې او نامعلومې راتلونکې ترمنځ د ښځینه پولیسو دردونکی برخلیک

حامیه نادري

طرز پرس

21 میزان 1403

1834_Afghani-women-police-taliban.jpg

طرز پرس: د بشري حقونو د څار ادارې په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د ښځینه پولیسو وضعیت ته په ډېر صریح او دردونکې ژبه کتنه کړې او له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه هغو هېوادونو څخه چې د افغانستان د پخواني پولیسو ملاتړي وو، غوښتنه کړې چې دغو ښځو ته پناه او اغېزمن ملاتړ برابر کړي.

دا را پور د «دوه چنده خیانت: پر افغانو ښځینه پولیسو تېر او اوسني ظلمونه» تر سرلیک لاندې خپور شوی او پکې ویل شوي چې طالبان هغه ښځینه پولیس چې د تېر حکومت پر مهال یې دنده ترسره کړې ده، ګواښلي دي. راپور وایي چې ښځینه پولیسو په دوو پړاوونو کې د خیانت او ظلم قرباني شوې دي. لومړی په پخواني حکومت کې، چې په سیستماتیک او دوامدار ډول جنسي ځورونې پر وړاندې هېڅ ډول ځواب نه و او چارواکو پخپله په دې ناوړه کړنو کې لاس درلود. دوهم، د پخواني حکومت تر سقوط او د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ وروسته، دا ښځې بیا ځلې د طالبانو او همدارنګه د یوې ټولنې له لوري تر ګواښ لاندې راغلي چې هغوی لا هم د دودیزې کلتور ته د خیانت په توګه ګڼي.

د دې راپور پر بنسټ، ډېرې ښځینه پولیسې په پخواني حکومت کې د جنسي ځورونې ښکار شوي او د سیستماټیکې بې عدالتۍ له امله یې د اعتراض یا قانوني اقدام کولو توان نه درلود. ځینې یې د خپلو ماشومانو د حضانت له لاسه ورکولو د ګواښ له امله مجبوره وې چې چوپ پاتې شي. یوې ښځې د بشري حقونو د څار ادارې سره په مرکه کې ویلي: «د سیمې د پولیسو قوماندان زما کور ته راغی او په داسې حال کې چې مېړه مې په کور کې نه و، پر ما یې تېری وکړ. که مې په رسمي ډول شکایت کړی وای، د خپلو ماشومانو حضانت مې له لاسه ورکاوه او ژوند مې خرابېده.»

دې راپور د افغانستان په واکمنه نظام کې د جنسي ځورونې بېلابېلې بڼې څېړلي او د یوې پخوانۍ افسرې په وینا وایي: «که له بهر څخه دې ادارې ته کتل شوي وای، هر څه به عادي ښکاره کېدل. خو هغه کسان چې په سیسټم کې دننه وو، یوه بله بې رحمه نړۍ یې تجربه کوله. ما په وار وار ولیدل چې ساتونکو ښځې درولې، ځورولې او حتی لاس ور اچاوه. هېڅوک یې پر وړاندې حساب ورکوونکی نه و.» دا خبرې د تېر حکومت په وخت کې د اخلاقي فساد او بې عدالتۍ ژور تصویر وړاندې کوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، هغه ښځینه پولیسې چې توانېدلې له هېواده وتښتي، په ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې پټې شوې دي او د پناه غوښتلو لارې لټوي. دا ښځې لا هم تر ګواښ لاندې دي او هره شېبه کېدای شي د طالبانو د غچ اخیستنې ښکار شي. یوې ښځې د بشري حقونو د څار ادارې ته ویلي: «زه ماسک او عینکې کاروم چې څوک مې و نه پېژني. که چا پوه شو چې زه مخکې په پولیسو کې دنده ترسره کوله، کېدای شي طالبانو ته خبر ورکړي او زما ژوند له خطر سره مخ کړي.»

دې راپور زياته کړې ده چې د طالبانو حکومت کې د ښځو ځپل، په ځانګړې توګه د پخوانۍ ښځینه پوليسو لپاره ډېرې درنې پايلې لرلي دي. ډېری ښځې په بشپړه توګه له کاري سيستم څخه ايستل شوې دي او اوس د ژوند کولو او د عايد سرچينې پيدا کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي. د افغانستان اقتصادي سقوط هم دې ستونزې ته لا زياته اندېښنه ورزیاته کړې او هغوی یې په داسې حالت کې اچولې چې زغم یې سخت دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان پخواني پوليسو د روزنې او مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو، لکه د متحده ايالاتو، کاناډا، جاپان او اروپايي اتحاديې څخه غوښتي دي چې په دې ښځو باندې خپلې اخلاقي او انساني مسئولیتونه ترسره کړي او هغوی ته د پناه غوښتونکو په توګه لومړيتوب ورکړي. په دې راپور کې راغلي دي چې ډېر هېوادونه له کلونو مخکې د افغانستان د امنيتي ځواکونو په منځ کې له جنسي ځورونو خبر وو، خو پر وړاندې یې هېڅ اقدام نه و کړی، او اوس هم د دې ښځو په ملاتړ کې پاتې راغلي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان لوړ پوړې څېړونکې، فرشته عباسي، په دې اړه ويلي دي: «هغه تبعيض او دوه ګوني ځپل چې د افغان پوليسو ښځو تجربه کړي دي، يوه انساني ناورين ده. هغه لویديځ هېوادونه چې د افغان ښځينه پولیسو د زده کړو او مالي ملاتړ په برخه کې ونډه درلوده، اوس بايد هم له هغوی ملاتړ وکړي او اجازه ور نه کړي چې لا ډېرې قربانيانې پيدا شي.»

دا راپور چې په حضوري او غیر حضوري ډول له ۲۴ ښځینه پولیسو سره د مرکې له مخې چمتو شوی دی، له پخوانيو افغانو ښځینه پوليسو سره په پنځو ولايتونو او بېلابېلو هېوادونو، لکه متحده ایالاتو، سویډن، ایټالیا، ایران او پاکستان کې خبرې شوي دي. راپور څرګندوي چې ډېر شمېر دا ښځې له رواني ملاتړي څخه بې برخې دي او لا هم د کلونو ځورونې له روحي او رواني زيانونو څخه کړېږي. په ټوله کې، د بشري حقونو د څار سازمان له ټولو اړوندو بنسټونو او هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د بې‌عدالتۍ دې سلسلې ته د پای ټکی کېږدي او په ځانګړې توګه د استوګنې او پناه ورکولو په برخه کې د پخوانيو افغانو ښځینه پوليسو ملاتړ وکړي.