طرز پرس: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د جرګې پر لومړي ورځ خپله بیانیه کې د پښتنو پر یووالي ټينګار وکړ او پاکستاني چارواکو ته یې په اشارې سره وویل چې د دغې جرګې له وېرې په خپلو خونو کې ارام نه لري.
ښاغلي پښتین د اکتوبر پر یوولسمه هغه پښتانه سیاستوال هم خپله ورونه وګنل چې تردې وړاندې د جرګې له جوړېدو سره یې مخالفت کړی وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دغه جرګه کې زرګونو پښتنو ته په خطاب کې ټينګار وکړ: «او پښتونه! نور له پیغورونو تېر شه، نور د پرون خبرې پرېږده، ستا ارمان وو چې سره را ټول شي؛ نو خپلو سره حساب پرېږده، له پردیو سره د حساب ورځ ده.»
ښاغلي پښتین همداراز د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې ښايي دغه جرګه تر درې ورځې وغزيږي او دوی به د هرې ورځې فیصلې له پښتنو سره شريکوي.
منظور پښتین: له خپلو سره حساب پرېږدئ، له پردیو سره د حساب ورځ ده
طرز پرس
21 میزان 1403