طرز پرس: سږکال افغانستان لپاره د بشري بودیجې کموالي په هېواد کې د ملیونونو اړمنو کسانو د ژغورنې لپاره یو له اساسي ننګونو څخه ګرځېدلی. ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې د ۲۳.۷ ملیونه خلکو سره د مرستې لپاره ۳.۰۶ ملیارده ډالرو ته اړتیا ده؛ خو تر اوسه یوازې ۲۵ سلنه بودیجه تمویل شوې او دا موضوع د افغانستان د خلکو په ژوند باندې پراخ اغېز کړی دی.
د خوړو نړیوال سازمان هم خبرداری ورکړی چې د ۱۲.۴ ملیونه کسانو له ډلې څخه چې له جدي خوراکي ستونزو سره مخ دي، یوازې یو ملیون کسانو ته د مرستې خوراکي مواد ورکړل شوي دي. دا په دې معنی ده چې تر ۱۱ ملیونه زیات کسان د مرستې په تمه پاتې دي. په دې منځ کې، حالت ورځ تر بلې خرابېږي او راتلونکی ژمی وضعیت نور هم ستونزمنولی شي.
د بشري بودیجې د کمښت لاملونه
۱- د نړیوالې پاملرنې کمښت: د امریکايي ځواکونو له وتلو او په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ډېرو هېوادونو خپلې مرستې کمې کړي دي. د طالبانو د حکومت نا رونټيا او د بشري حقونو اندېښنې د دې مرستو د کمېدو اصلي عوامل دي.
۲- له نورو نړیوالو بحرانونو سره سیالي: نړیوال بحرانونه لکه د اوکراین جګړه، په سودان کې ناارامۍ، او په غزه او لبنان کې جګړې د نړۍ ډېری منابع ځانته ځانګړي کړي دي. دا موضوع افغانستان له اصلي لومړیتوب څخه ایستلی او مرسته کوونکي هېوادونه خپلې بودیجې نورو سیمو ته اړولي.
۳- د طالبانو رژیم باندې بېباوري: ډېر نړیوال سازمانونه او هېوادونه د طالبانو لخوا د مرستو مدیریت په اړه اندېښمن دي. راپورونه ښیي چې طالبان د بشري مرستو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او په وېش کې مداخله کوي، چې دا بېباوري یې لا پسې ډېره کړې ده.
د بودیجې د کموالي پایلې
۱- د بې وزلي او لوږې زیاتوالی: د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی. شمېرې ښیي چې ۹۰ سلنه د افغانستان نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ډېری یې له ستونزو سره مخ دي چې راتلونکی خواړه څنګه چمتو کړي. د بشري بودیجې کمښت د خوراکي مرستو د کمېدو لامل شوی او وضعیت یې لا اندېښمنه کړې ده.
۲- د عامې روغتیا کړکېج: د بودیجې کموالی د ډېرو روغتیايي مرکزونو تړلو لامل شوی او د خلکو لاسرسی ضروري روغتیايي خدماتو ته خورا محدود شوی. دا وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره ډېر خطرناک دی چې ځانګړو روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري. هغه ناروغۍ چې په اسانۍ سره مخنیوی کېدلی شوای، لکه شري او وبا، بېرته خپرېږي.
۳- د جرایمو او ناامنۍ زیاتوالی: اقتصادي بحران او په افغانستان کې د زیاتېدونکې ناامېدۍ حالت، د جرمونو او بېثباتۍ زیاتېدو ته زمینه برابره کړې ده. کله چې خلک نشي کولی خپلې اساسي اړتیاوې پوره کړي، د کورنیو شخړو او د داعش په څېر د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیاتېدلی شي.
۴- د اجباري مهاجرتونو زیاتوالی: د منابعو کمښت او اقتصادي فشارونه ډېر افغانان دې ته اړ کړي چې خپلې کورنۍ پرېږدي. دا اجباري مهاجرتونه د کوربه هېوادونو لکه ایران او پاکستان لپاره نورې ستونزې رامنځته کړي او د کډوالو وضعیت یې پیچلی کړی دی.
له کړکېج سره د مقابلې لارې چارې
۱- په مرستو باندې د نړیوال نظارت پیاوړتیا: د مرستندویه هېوادونو د بیا اعتماد لپاره، یو شفاف سیستم او د مرستو د وېش د څرنګوالي په اړه نظارت ضروري دی ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې په سم ډول اړمنو کسانو ته رسېږي.
۲- په اقتصادي ځان بسیاینې تمرکز: باید هڅې وشي چې په هېواد کې د کارموندنې او کورنیو صنایعو پیاوړتیا ته وده ورکړل شي ترڅو خلک د بهرنیو مرستو پرځای اقتصادي خپلواکۍ ته ورسېږي. دا کولای شي په اوږدمهال کې د اقتصادي وضعیت د ښه والي لامل شي.
۳- د روغتیايي او خوراکي خدماتو د کیفیت لوړول: په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره په روغتیا او خوراک برخه کې پراخې پانګونې ته اړتیا ده. واکسین، درمل او روغتیايي مرکزونو ته د لاسرسي برابرول باید لومړیتوب وي.
وروستۍ خبره؛ افغانستان لپاره د بشري بودیجې کموالی، بشري کړکېج ژور کړی او د نړیوالې ټولنې عاجله پاملرنې ته اړتیا لري. اغېزمن او بېړني ګامونه د بودیجې په تمویل او د هغې په سمه اداره کولو کې کولای شي له یوې پراخې بشري ناورین مخنیوی وکړي. افغانستان په دې بحراني حالت کې د نړیوالې همکارۍ او مرستو ته له هر وخت ډېر اړتیا لري.