اتمر: پاکستان د پښتنو له لویې جرګې وېره لري

طرز پرس

17 میزان 1403

OIP.jpg

طرز پرس: د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر، وايي چې پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ له لورې له ترسره کېدونکې لویې جرګې څخه وېره لري.
نوموړي دا څرګندونې نن سه شنبه، د تلې ۱۷مه، د پاکستان لخوا پر پښتون ژغورنې غورځڼګ د ورستیو بندیزونو په غبرګون کې کړي دي. د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالیتونو بندیز او ځپل د دې هېواد د حکومت «ظلم او حساب نه ورکولو» ښکارندویي کوي. اتمر ویلي، چې له ډېرو کلونو راهیسې د ډېورند دواړو غاړو ته پراته پښتانه د سولې، امنیت او د خپلو اساسي حقونو د ترلاسه کولو په هیله ژوند کوي.
د ښاغلي اتمر په وینا، د کرښې پورې غاړې ته ټولې پښتون مېشتې سیمې د پاکستان د حکومت لخوا د ترهګرۍ او د « ترهګرۍ ضد» جګړې په میدان بدلې شوې دي. پخواني وزیر لیکلي: «موږ دا کړنې غندو او د ازادۍ، سولې، امنیت، بشري حقونو او سوکالۍ لپاره به له خپلو خلکو سره د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې په کلکه ودرېږو.»
پاکستان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پښتون ژغورنې غورځنګ یې په ممنوعه نوملړ کې شامل کړی او د دغه غورځنګ له لوري ټول ترسره کېدونکي فعالیتونه غیر قانوني دي. دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غواړي د اکتوبر پر یوولسمه د پښتنو لویه جرګه ترسره کړي.