طرز پرس: اسلامآباد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ چې افغان طالبان دې یوه ډیپلوماتیک هېواد ته د مشورې ورکولو پر ځای، پر خپلو داخلي ستونزو تمرکز وکړي.
دا غبرګون وروسته له هغه خپور شو چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پښتون ژغورنې غورځڼګ «پيټياېم» د فعالیتونو د بندیز په اړه یوه اعلامیه خپره کړه او اسلامآباد ته یې له خپلو مخالفینو سره د مذاکرې سپارښتنه وکړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ، وویل چې افغان طالبان دې لومړی خپلو داخلي ستونزو ته فکر وکړي. د نوموړې په وینا، طالبان دې په افغانستان کې یو پراخ حکومت جوړ کړي، د افغانستان د خلکو اړتیاوو او غوښتنو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو حق ته پاملرنه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې بیان کې نسبتاً له سختو ټکو کار اخیستی او ویلي یې دي چې طالبان د اسلام دین د ناسم تفسیر له لارې د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي. په دغه بیان کې طالبانو ته هم سپارښتنه شوې چې د پاکستان ته د مشورې پر ځای، باید هغو ژمنو ته پاملرنه وکړي چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړي دي، څو افغانستان بیا د ترهګرۍ پر مرکز بدل نه شي.
پاکستان: افغان طالبان دې موږ ته د مشورې پر ځای پر خپلو ستونزو تمرکز وکړي
طرز پرس
16 میزان 1403