طرز پرس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د کراچۍ هوايي ډګر ته نږدې په ځانمرګي برید کې دوه چینایي انجنیران وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه برید «ترهګریز» بللی او غندلی یې دی. د پاکستاني رسنیو په حواله، یو ځانمرګی بریدګر د یکشنبې په ماښام، د تلې په ۱۵مه، خپل ځان د کراچي هوایي ډګر ته نږدې وچاوه. پاکستاني رسنیو تېره شپه راپور ورکړ چې په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. بلخوا، د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکو ډله د دې برید مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپلې اعلامیې کې ټینګار کړی چې د چینایي اتباعو پر وړاندې برید کوونکي به ونیول شي او سزا به ورکړل شي. په اعلامیه کې راغلي چې دا برید د پاکستان او چین د دوامدارې دوستۍ پر ضد شوی او پاکستان چین ته ډاډ ورکړی چې د دې «وحشيانه» برید عاملین ته به سزا ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې چینایي وګړي په ځلونه پاکستان کې په نښه شوي او د چین حکومت د خپلو اتباعو د امنیت په اړه په دې هېواد کې سخته اندېښنه لري او تر اوسه څرګنده نه ده چې د دې برید په وړاندې به د چین حکومت څه ډول غبرګون وښيي.
پاکستان کې د تیرې شپې په ځانمرګي برید کې دوه چینایي وګړي وژل شوي دي
طرز پرس
16 میزان 1403