طرز پرس: طالبان وايي د پاکستان وضعیت له نږدې څاري او هیلهمن دي چې د پاکستان حکومت دې له زیاتېدونکې نارضایتۍ سره معقول چلن وکړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په پاکستان کې وروستي وضعیت ته اندېښنه ښودلې او د پاکستان حکومت ته یې وړانديز کړی چې د ولس «مشروع غوښتنو پر وړاندې تر ټولو ښه لاره مذاکره او تفاهم دی.» بلخي په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي: «هيله من يو چې د پاکستان حکومت او تأثيرگذاره ادارې له زياتېدونکې نارضايتۍ سره معقول او واقعبین چلن وکړي.»
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينگلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسیدلې او دوام يې پر ټوله سيمه منفي اغېز لرلای شي. دا په داسې حال کې ده چې نن د پاکستان حکومت لخوا، د پښتون ژغورنې غورځنګ «پيټيام» د ممنوعه ډلو په نوملړ کې شامل او دغه غورځنګ لخوا ترسره کېدونکي ټول فعالیتونه غیر قانوني بلل شوي دي.
#طرز_پرس
طالبان: پاکستان دې له زیاتېدونکې نارضایتۍ سره معقول چلن وکړي
طرز پرس
15 میزان 1403