طرز پرس: د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یو ځل بیا د ایران پر ضد د برید لپاره پر خپل «مشروع حق» ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا برید به ډېر ژر ترسره شي.
نوموړي تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل چې اسراییل دا مهال په اوو جبهو کې جګړه کوي او د ایران نیابتي ځواکونو ته یې په سختو ګوزارونو سره د جګړې معادلې بدلې کړې دي. بنیامین نتانیاهو وویل: «له ټولو ګواښونو سره، له غزې څخه تر لبنان، یمن، عراق، سوریې او خپله ایران سره مخ یو. ایران دوه ځله پر موږ د بالستیک توغندیو برید وکړ، او موږ حق او وظیفه لرو چې له ځان څخه دفاع وکړو.»
د اسراییل لومړي وزیر د خپلو خبرو په دوام کې د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون هغه څرګندونو ته اشاره وکړه چې د اسراییل په وړاندې د بندیزونو غوښتنه یې کړې وه. نتانیاهو د فرانسې ولسمشر ته په خطاب کې وویل: «له تا سره یا بې له تا به بریالي شو، خو ستا ننګ به د ډېرې اوږدې مودې لپاره د خلکو په خولو کې وي.»
نتانیاهو: حق لرو چې د ایران بريد ته ځواب ورکړو او دا کار کوو
طرز پرس
15 میزان 1403