طرز پرس: د اروپايي ټولنې سترې محکمې (CJEU) د یو بېساري پرېکړې له مخې افغانو ښځو ته د پناه غوښتلو شرایط آسان کړي او ويلي یې دي چې له دې وروسته د افغانستان ښځو ته د پناه لپاره یوازې د دوی افغان تابعیت او جنسیت کافي دلیل ګڼل کيږي. دغه تاریخي پریکړه، په ځانګړي ډول هغو ښځو لپاره چې د طالبانو تر سختو بندیزونو لاندې ژوند کوي، یو زېری بلل کیږي.
د اروپايي ټولنې د سترې محکې له دغې پرېکړې سره، نور اړتیا نشته چې افغانې ښځې د بېرته ستنېدو په صورت کې د کوم مشخص ګواښ موجودیت ثابت کړي؛ ځکه د افغانستان اوسني شرایط، د افغانو ښځو ژوند لپاره کافي ګواښ بلل شوی او له دې کبله، هره افغانه ښځه حق لري چې په اروپايي ټولنو کې د پناه لپاره خپلې غوښتنې مطرح کړي او د دې غوښتنې منل کېدو لپاره یوازې د هغوی ښځينه جنسیت کافي دلیل ګڼل شوی دی.
دغه پرېکړه د دوو افغانو ښځو تر هغو اعتراض وروسته صادره شوه، چې اتریش ته د پناه لپاره یې غوښتنې رد شوې وې او دغو دواړو ښځو خپله غوښتنه د اعتراض په شکل د اتریش هېواد عالي محکمې وړاندې کړ. د اتریش ستره محکمې دا موضوع د اروپا لوړې قضایي ادارې ته ارجاع کړه، چې په پایله کې د اروپا سترې محکمې، د اروپايي ټولنې ټولو غړیو هېوادونو ته دا حکم وکړ چې افغانو ښځو ته د تابعیت او پناه ورکولو لپاره یوازې د هغوی ښځينه جنسیت او د افغانستان تابعیت، بشپړ سند کېدای شي.
د طالبانو په حکومت کې د ښځو بد وضعیت
له ۲۰۲۱ کال څخه وروسته، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، افغانې ښځې له سختو محدودیتونو او سیستماتیکو ظلمونو سره مخ شوې. طالبانو په پراخه کچه د ښځو د زدهکړې، کار، ټولنیزې آزادۍ او حتی د فردي لومړنیو حقونو په اړه بندیزونه ولګول، او د هغوی لپاره یې یو ظالمانه او تبعیضي نظام تحمیل کړ. له ښوونځیو څخه د نجونو د ایستلو څخه نیولې، تر دې چې ښځې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار کولو څخه منع شوې، ټولې دا کړنې د افغانو ښځو د ځپلو او تجرید لپاره ترسره شوي دي.
په حقیقت کې، د طالبانو حکومت غواړي چې ښځې له ټولو ټولنیزو ډګرونو څخه لرې کړي. طالبان د شریعت له محدودو تفسیرونو په استفاده، ښځې له خپلو اساسي حقونو بېبرخې کړې دي او هغوی ته یې د بشري حقونو لاسرسی په بشپړه توګه بند کړی دی. دا شاته پاتې فکر نه یوازې ښځې له خپلو حقونو محروموي، بلکې یوه نابرابره او وروسته پاتې ټولنه رامنځته کوي چې د افغانستان د ودې او پرمختګ مخه هم نیسي.
د اروپایي عدالت محکمې د حکم ګټې افغان ښځو لپاره
د اروپایي اتحادیې د سترې محکمې حکم افغان ښځو ته ګڼې ګټې لري. لومړی، دا حکم هغو ټولو افغانو ښځو ته چې په اروپایي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کوي، هیله او ډاډ ورکوي چې نور دوی ته اړتیا نشته چې د افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې د مستقیم او ځانګړي خطر ثبوت وړاندې کړي. دا بدلون د پناه غوښتونکو ښځو د فردي ګواښونو د اثبات پیچلي بهیر له هغوی څخه لیرې کوي او د پناه غوښتنې د منلو لاره ورته اسانه کوي.
دویم، دغه حکم د طالبانو لهخوا د ښځو په وړاندې سیستماتیک ظلم نړیوالو ته په رسمیت پېژني. دا چاره د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو هڅو په پیاوړتیا کې مرسته کوي او د افغان ښځو د حقونو ملاتړ ته وده ورکوي. د دې حکم پایلې ممکن پر لویدیځو حکومتونو فشار زیات کړي چې پر طالبانو نور بندیزونه او اقدامات وضع کړي ترڅو هغوی اړ کړي چې د ښځو پر ضد خپلې پالیسۍ او چلند بدل کړي.
درېیم، د اروپایي محکمې دا پرېکړه د بشر حقونو د ارتقا په لور یو لوی ګام دی. د افغان ښځو ملاتړ، چې د نړۍ په کچه تر ټولو مظلومې ډلې دي، د اروپا د بشري ارزښتونو او د بشر حقونو د اصولو د ژمنتیا یوه بیلګه ده. دا پرېکړه کېدای شي په نورو هېوادونو کې ورته پالیسۍ رامنځته کړي او په ټوله نړۍ کې د ظلم لاندې ښځو لپاره نور ملاتړونه تضمین کړي.
په نورو اروپایي هېوادونو کې ورته پرمختګونه
له دې وړاندې، د سویډن، فنلینډ او ډنمارک په څېر هېوادونو، ټولو افغانو ښځو ته، چې د پناه غوښتنه کوي، پرته له دې چې د مستقیم ګواښ په اړه ځانګړي شواهد وړاندې کړي، پناه ورکړې وه. دا نوې تګلاره چې اوس په رسمي ډول د اروپایي محکمې لخوا تایید شوې، کېدای شي د اروپایي اتحادیې نورو غړو هېوادونو لپاره یوه بېلګه شي او افغان ښځو ته ښه شرایط رامنځته کړي.
د اروپایي عدالت محکمې دا حکم د اروپایي هېوادونو د ژمنې څرګندونه کوي چې د طالبانو ظلمونو پر وړاندې د ښځو د حقونو ملاتړ وکړي. دا تاریخي پرېکړه افغانو ښځو ته دا فرصت ورکوي چې یوازې د جنسیت او تابعیت له مخې د پناه غوښتنې حق ترلاسه کړي، پرته له دې چې د افغانستان ته په ستنېدو کې د ځانګړي او مستقیم خطر ثبوت وړاندې کړي. دا حکم نه یوازې افغان ښځو ته د یوې روښانه راتلونکې لپاره هیله ورکوي، بلکې د طالبانو د رژیم او د هغوی د ظلمونو پر وړاندې یو جدي انتقاد هم دی. له دې نظره، دا پرېکړه کېدای شي د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو هڅو او د ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې یو مهم ګام ثابت شي.