طرز پرس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له افغانستان سره د اعتماد پر بنسټ د سیاسي اړیکو پر دوام او دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا لېواله دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا په برخه کې د خپلې لېوالتیا له کبله ډاډ ورکړی دی. دا لیدنه نن د جمعې په ورځ، د تلې ۱۳مه، د مسکو فارمټ په شپږمه ناسته کې ترسره شوې ده.
سرګي لاوروف ویلي چې هېواد یې د باور پر بنسټ د سیاسي اړیکو پر دوام او د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې په ځانګړي ډول د انرژۍ او کرنې په چارو کې، له کابل سره د همکاریو پر دوام لېواله دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، سرګي لاوروف او امیرخان متقي د افغانستان د سولې او د روسیې او طالبانو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هم خبرې کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان په تړاو د سیمهییزو میکانیزمونو په اصلي رول ټینګار وشو او پر هغو دیکته شويو میکانیزمونو منفي اغېز یې رد کړی دی.
مسکو: له کابل سره د باور وړ اړیکو پر دوام لېواله یو
طرز پرس
13 میزان 1403