طرز پرس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د اوو سترو هېوادونو ډله (G7) د ایران له خوا په اسرائیل د توغندیزو بریدونو په ځواب کې د نویو بندیزونو پر لګولو موافقه کړې ده.
د G7 ډله کې یو شمېر ځواکمن هېوادونه لکه امریکا، کاناډا، فرانسه، المان، ایټالیا، جاپان او بریتانیا شامل دي چې په نړیوالو سیاستونو کې ګډ اهداف لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو میلر، د پنجشنبې په ورځ، د تلې۱۲ مه، په یوه خبري ناسته کې وویل چې اسرائیل به د یو «خپلواک هېواد» په توګه خپلې پرېکړې وکړي، خو امریکا هڅه کوي چې ایران ته د ځواب ورکولو په برخه کې د دواړو هېوادونو او سیمې ګټې په پام کې ونیسي.
ښاغلي میلر وویل چې د فرانسه، المان، ایټالیا، بریتانیا او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو، ایران ته د ممکنه ځوابونو په اړه خبرې کړې دي او پرېکړه یې کړې چې د منځني ختیځ د ثبات لپاره، د ایران پر وړاندې تر ټولو غوره ځواب د نویو بندیزونو لګول دي. نوموړي زیاته کړه: «د G7 ډلې په دې موافقه وکړه چې د ایران توغندیزو بریدونو په ځواب کې د نویو بندیزونو لګول تر ټولو مناسب ځواب دی.»
میلر ټینګار وکړ چې دا پرېکړه د اوو هېوادونو ډلې او د امریکا د ولسمشر جوبایدن تر منځ تر خبرو وروسته شوې ده، چې هدف یې د ایران د بریدونو په ځواب کې مناسب اقدام کول دي.
امریکا: د اوو هېوادونو ډله د ایران د برید ځواب کې پر بندیزونو موافقه وکړه
طرز پرس
12 میزان 1403