روسیه: د مسکو غونډه له کابل سره د تعامل یوه هڅه ده

طرز پرس

12 میزان 1403

1812928_906.jpg

طرز پرس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې افغانستان لپاره د مسکو غونډه له کابل سره په بېلابېلو برخوکې د تعامل لپاره یوه هڅه ده.
دا غونډه ټاکل شوې صباته د جمعې په ورځ داکتوبر په ۴مه، د سیمې هېوادونو د استازو او بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون په مسکو کې ترسره شي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم دغې غونډې ته د ګډون لپاره روسیې ته رسېدلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ وویل چې ښاغلی متقي به د دې ناستې ځانګړی مېلمه وي.
نوموړې زیاته کړه، چې افغانستان لپاره د مسکو غونډه له کابل سره په بېلابېلو برخو کې د تعامل لپاره یوه هڅه ده. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې په ګډون د سیمې او نړۍ یو هېواد هم لاتر اوسه طالبان په رسمیت نه پېژني او روسیې تر دې مخکې ویلي دي چې پر افغانستان د واکمنانو په توګه له طالبانو سره غواړي خپلې اړیکې وغزوي.
بل پلو طالبان لاهم د روسیې د ترهګریزو ډلو په نوملړ کې دی او څو وخته مخکې د روسیې چارواکو اعلان وکړ چې له ترهګریز نوملړ څخه د طالبانو د نوم ایستلو لپاره د روسیې قانون کې تعدیلاتو ته اړتیا ده او په همدې دلیل ممکنه نه ده چې په نږدې وختونوکې طالبان د روسیې له ترهګریز نوملړ څخه وایستل شي.