طرز پرس: د ایران وسلهوالو ځواکونو اعلان وکړ چې تېر ماښام په توغندیز برید کې یې درې اسرائیلي نظامي اډې په نښه کړي، چې په هغو کې هغه اډه هم شامله ده چې د حسن نصالله د وژلو لپاره کارول شوې وه.
ایراني رسنیو د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو د قوماندان محمد باقري له قوله ویلي چې د ایران هایپرسونیک توغندیو تېر ماښام د موساد اډه، نوواتیم هوايي اډه او هاتسریم هوايي اډه په نښه کړې ده. دغه ایرانی چارواکي ویلي چې څو ورځې مخکې د حسن نصرالله د وژلو لپاره هوايي عملیات له هاتسریم هوايي اډې څخه ترسره شوي وو.
ښاغلي باقري ټینګار کړی چې ایران په خپل توغندیز برید کې یوازې نظامي مرکزونه په نښه کړي، خو که اسرائیل پر ایران برید وکړي، نو څو چنده لوی ځواب به وویني. د ایران رسنیو د نوموړي له قوله لیکلي چې که اسرائیل د ایران «د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت پر ضد» کوم ګام پورته کړي، نو د اسرائیل ټول اساسي بنسټونه به په نښه کړي. خو دا لوړ پوړي ایرانی پوځي چارواکي هیله ښودلې چې اسرائیل به داسې یوه «تېروتنه» ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، په خپلو تازه څرګندونو کې ټينګار کړی چې هغه پر ایران د ځوابي برید لپاره په خپلو خبرو ټينګ ولاړ دی. هغه تېره شپه خپلې پخوانۍ خبرې یوځل بیا تکرار کړې او ویې ویل: «هر څوک چې پر موږ برید وکړي، هغه به په نښه کړو.»