پزشکیان: نتانیاهو دې پوه شي چې ایران د هر ګواښ پر وړاندې په کلکه دریږي

طرز پرس

11 میزان 1403

03898984444444.jpg

طرز پرس: د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د بنیامین نتانیاهو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې ایران جګړه‌ غوښتونکی نه دی، خو د هر ګواښ پر وړاندې به په کلکه ودریږي.
ښاغلي پزشکیان تېره شپه ناوخته د تلې ۱۰مه، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي: «د مشروع حقونو پر بنسټ او د ایران او سیمې لپاره د سولې او امنیت په موخه، د اسرائیل تېري ته قاطع ځواب ورکړل شو.» هغه دا اقدام د ایرانی ملي ګټو څخه د دفاع په برخه کې مهم وباله او ټینګار یې وکړ: «نتانیاهو دې پوه شي چې ایران جګړه غوښتونکی نه دی، خو د هر ګواښ پر وړاندې به په کلکه ودرېږي.»
د ایران ولسمشر د تیرې شپې بالستیک برید ته په اشارې سره ويلي چې: «دا یوازې زموږ د ځواک یوه کوچنۍ برخه ده.» پزشکیان په ضمني ډول اسرائیل ته ګوته نېولې او ټينګار یې کړی چې له ایران سره په جګړه کې ښکېل نه شي. دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د اسراييل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په څرګند ډول پر ایران د برید ګواښ وکړ او وویل چې اسلامي جمهوریت یوه لویه تېروتنه کړې او باید د دې تېروتنې بیه پرې کړي. له بلې خوا، د اسرائیل لومړۍ درجه متحدینو لکه امریکا، بریتانیا او فرانسه هم پر اسراییل د ایران د تیرې شپې توغندیزو بریدونو غندنه کړې ده.