طرز پرس: د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي چې پر اسراييل د ايران توغنديز بريدونه د منلو نه دي او ټول هېوادونه باید د ایران دا اقدام وغندي.
په ورته وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ايران دغو توغنديزو بریدونو ته د ځواب ورکولو په اړه به له اسراييل سره په ګډه پرېکړه وکړي. په خبرپاڼه کې د دغو بریدونو له کبله اوښتو زیانونو ته اشاره شوې؛ خو ویل شوي چې په دې اړه اوس کوم معلومات نشته.
له بلې خوا، سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې جوبایډن له لوړپوړو امريکايي چارواکو سره په منځني ختیځ کې روان تحولات ګام په ګام څاري. د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، جوبایډن امریکايي ځواکونو ته امر کړی چې د ایراني توغندیو د راغورځولو په برخه کې له اسرائيلي ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړي.