" >

نړۍ

_110225348_mediaitem110220356.jpg

سی آی ای: ایران د ټرمپ پر ټاکنيز کمپاین د سایبري بریدونو مسئول دی

د امریکا د استخباراتو سازمان «سي آی اي» په لومړي ځل په رسمي توګه اعلان وکړ چې ایران د امریکا د پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند دونالد ټرمپ پر ټاکنیز کمپاین د سایبري بریدونو مسئول دی.
FuXxKovXsAMm-pQ.jpg

جوبایډن: په غزه کې اوربند لا هم امکان لري

د اسراییل او فلسطیني حماس ډلې لوړپوړو چارواکو له څرګندونو وروسته، چې په غزه کې د اوربند د هڅو ارزښت یې کم ګڼلی، د امریکا ولسمشر جوبایډن منځګړی رول واخیست او ویې ویل چې په غزه کې اوربند لا هم امکان لري او اوسنی کړکېچ د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.
1611979_661.jpg

لوید آستین: موږ د ایران تحرکات په دقت څارو

په داسې حال کې چې امریکایي رسنیو یوه ورځ وړاندې د دې هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې ایران پر اسراییل له غچ اخېستونکي برید ډډه کوي او په غزه کې د اوربند ملاتړی دی، خو اوس پنتاګون وایي چې لا هم د ایران تحرکات په دقت څاري، ځکه کېدای شي پر اسراییل احتمالي بریدونه ترسره کړي.
9d85cc88b3bd71ffabd8cadb210ed9da_L.jpg

د المان د بهرنیو چارو وزارت: اسراییل دې په قدس کې پاروونکي اقدامات ودروي

د المان حکومت اعلان کړی چې د هر ډول یو اړخیزو اقداماتو مخالف دی چې په فلسطین کې د اوربند لپاره روان تاریخي فرصت کمزوری کوي. 
170490331.jpg

موساد څنګه د حماس دوهم نمبر کس په نښه کړ..؟

برتانوۍ نشریې جویش کرونیکل د موساد له خوا د حماس د دوهم نمبر کس محمد الضیف، د ترور په اړه تازه جزييات خپاره کړي دي. دغې نشريې ویلي چې د موساد کارکوونکو د "سبزي پلورونکي" په رول کې وتوانېدل چې محمد الضیف تعقیب کړي او د هغه د اوسېدو ځای په اړه پټ اطلاعات د اسراییل هوايي ځواکونو ته واستوي.
21220170-066e-11ee-aa08-4727df20b680.jpg

ټرمپ: د سیمې حالات مو دریمې نړیوالې جګړې خواته بیایي

د امریکا پخواني ولسمشر او د دې هېواد په راتلونکو ټاکنوکې د جمهوري غوښتونکو نوماند، ډونالډ ټرمپ په بې‌ساري توګه د سیمې پر حالاتو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې بېړنیز اقدامات کولای شي شرایط لا پیچلي کړي او درېیمې نړیوالې جګړې ته زمینه برابره کړي.
TELEMMGLPICT000294736029_trans_NvBQzQNjv4BqDfH7F16Xk0VA0Enc8HeGHngd3fgrDJosLPoCFaQZ_-s.webp

استارمر د ایران ولسمشر ته: غلطه محاسبه د سیمې لپاره لوی ګواښ ده

کی‌یر استارمر د بريتانیا لومړی وزیر په سیمه کې د تهران محاسباتي تېروتنې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې جګړه د هیچا په ګټه نه ده.
the-white-house-caroline-purser.jpg

د ایران د احتمالي برید پر وړاندې د اروپا د رول پر مشخص کېدل د سپیڼې ماڼۍ ټینګار

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې له اروپایي هېوادونو غوښتی چې د تهران د احتمالي برید پر وړاندې، چې هغه یې "یرغل پر اسراییل" بللی، خپل دريځ او رول روښانه کړي.
web1_14775439-67cc1fedba47425a95c67f8bad1c86da.jpg

ایران د ټرمپ د کمپاین د داخلي ارتباطاتو د هيک کولو مسؤل پېژندل شوی

د متحده ایالاتو په ټاکنوکې د جمهوریپال ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ټاکنیز مسؤلین ادعا کوي چې ایران د ټرمپ د کمپاین یو شمېر داخلي اړیکې هيک کړې دي.
1307560_581.jpg

د امریکا F-22 جنګي جټ الوتکې منځني ختیځ ته ورسیدې

طرز پرس - اف‌-۲۲ رپټور جيټ جنګي الوتکې د امریکا له ځواکمن جنګي الوتکو څخه دي چې له رادارونو څخه د تیښتې وړتیا لري او هوا څخه هوا ته د جګړې لپاره جوړ شوی. دا جنګي الوتکې د ځمکنیو بریدونو لپاره هم ښه وړتیا لري او د کروز په سرعت پرواز کوي.