د رای له صندوقونو د پایلو تر اعلانه؛ د امریکا ټاکنو په اړه ټول اړین معلومات

حامیه نادري

طرز پرس

15 عقرب 1403

OIP (1).jpg

واشنګټن - طرز پرس: د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په رسمي ډول په نیوهمپشایر ایالت کې د «دیکسویل ناچ» په نوم سیمه کې پیل شوې. د رای ورکولو او شمېرلو پروسه او مشخصاً د امریکا د ټاکنو جوړښت تل د نورو هېوادونو او سیاسي مینه والو لپاره یو څه پېچلی دی. په سږنیو ټاکنو کې، سربېره پر ولسمشر، د کانګرس ډېری غړي هم ټاکل کېږي. په دې سیالۍ کې «کاملا هریس» د دیموکرات ګوند له لوري او پخوانی ولسمشر «ډونالد ټرمپ» د جمهوري غوښتونکو ګوند له لوري ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند دي او نن د امریکا خلک پرېکړه کوي چې کوم یو د امریکا راتلونکی ولسمشر شي.

څوک رایه ورکولی شي؟

نږدې ۲۴۴ میلیونه امریکایان د رای ورکولو لپاره په شرایطو پوره دي. هغه کسان چې عمر یې ۱۸ کاله او یا تر دې زیات دی او د امریکا تابعیت لري، خپله رایه کارولی شي. البته په ځینو ایالتونو کې یو شمېر پخواني بندیان د رای ورکوونکو له لیست څخه ایستل کېږي. بهر کې مېشت امریکايي اتباع، په ځانګړي ډول د پوځ پرسونل، کولای شي د غیابي رای ورکولو له لارې په ټاکنو کې برخه واخلي.

څوک ټاکل کيږي؟

په دې ټاکنو کې، سربېره پر ولسمشر، د کانګرس ۴۶۹ غړي هم ټاکل کېږي. د استازو ټولې ۴۳۵ څوکۍ او د سنا له ۱۰۰ غړو څخه له یوې برخې ډېره یې په رای اخیستو کې شامله ده.

ایا مجرمان نوماند کېدلی شي؟

هو سره له دې چې ځینې ایالتونه د رای ورکولو په برخه کې مجرمینو ته محدودیتونه وضع کوي، خو په فدرالي کچه هېڅ داسې قانون نشته چې د مجرمانو له نوماندۍ مخنیوی وکړي. «ډونالد ټرمپ» خپله چې ۳۴ جرمي تورونه لري، یو څرګند مثال دی چې سره له دې درنو تورونو، لا هم په ټاکنو کې نوماند دی.

د رای ورکولو طریقه څنګه ده؟

رای ورکوونکي کولای شي له ټاکل شوې نېټې دمخه او یا د ټاکنو پر ورځ خپله رایه وکاروي. په ډېری ایالتونو کې، دا رای ورکونه په حضوري او یا هم د پوستې له لارې ترسره کېږي. ځینو ایالتونو له سپټمبر څخه تر اکتوبر پورې وختي رای ورکول پیل کړي. په داسې ایالتونو کې لکه ویرجینیا، کلیفورنیا، ټېکساس او فلوریډا کې د رای ورکولو لړۍ وختي پیل شوې او د ټاکنو تر ورځ پورې دوام لري.

د رای ورکوونکو ګډون څه اهمیت لري؟

په امریکا کې د ټاکنو په وروستیو کلونو کې د ګډون کچه په ښکاره توګه لوړه شوې ده. په ۲۰۱۶ ټاکنو کې یوازې ۵۹ سلنه وړ کسان ګډون کړی و، خو په ۲۰۲۰ کال کې دا شمېر تر ۶۶ سلنه پورې لوړ شو، چې په تېرو سلو کلونو کې تر ټولو لوړه سلنه ګڼل کېږي.

د رای صندوقونه کله تړل کېږي؟

د رای صندوقونه په بېلابېلو ایالتونو کې په بېلابېلو وختونو تړل کېږي؛ زیاتره مرکزونه د سیمې په وخت د ماښام له ۷ څخه تر ۸ بجو پورې تړل کېږي، خو په ځینو ایالتونو کې لکه کنتاکي کې د ماښام ۶ بجې او په نیویارک کې تر ۹ بجو پورې خلاص وي. په امریکا کې د وخت ۶ ساعتونو توپیر له کبله، لومړنۍ پایلې به د شپې ناوخته اعلان شي.

له تړل کېدو وروسته څه پېښېږي؟

د رای صندوقونو له تړل کېدو وروسته، په بېلابېلو سیمو کې د رایو شمېرنه پیلېږي. که رای ورکونه په کاغذي بڼه وي، نو صندوقونه د شمېرنې مرکزونو ته انتقالېږي، او که الیکترونیکي وسایل وکارول شي، نو معلومات ډیجیټلي پروسس کېږي. د پوستې او غیابي رایو شمېرنه په بېلابېلو ایالتونو کې بېلابېل قوانین لري؛ په ۱۶ ایالتونو کې د غیابي رایو شمېرنه د ټاکنو په ورځ پیلېږي، په داسې حال کې چې په ۱۰ ایالتونو کې د رایو شمېرنه له ټاکنو وړاندې پیلېږي، خو پایلې به د رایو له ختمېدو وروسته اعلانېږي.

ګټونکی نوماند څنګه ټاکل کېږي؟

په امریکا کې د بریا لپاره نوماند باید د «الکترال کالج» له ۵۳۸ رایو څخه ۲۷۰ رایې ترلاسه کړي. د «ګټونکي-ټول» سیستم په ټولو ایالتونو کې پلي کېږي، پرته له دوو ایالتونو څخه. دا په دې معنا ده که یو نوماند د یو ایالت اکثریت رایې وګټي، نو د دغه ایالت ټولې الکترال رایې ورته ورکول کېږي. ممکن داسې وشي چې یو نوماند د خلکو زیاتې رایې ترلاسه کړي خو د الکترال کالج له امله بریالی نه‌شي؛ لکه څنګه چې په ۲۰۱۶ ټاکنو کې د «هیلاري کلنټن» سره پېښه شوه.

د «سوینګ ایالتونو» رول څه دی؟

سوینګ ایالتونه هغه ایالتونه دي چې د ډموکراتانو او جمهوري‌پالو د رایو شمېر تقریباً یو شان وي. دې ایالتونو کې اریزونا، جورجیا، مشیګان، نوادا، شمالي کارولینا، پنسلوانیا او ویسکانسن شامل دي، او د ټاکنو پایله تر ډېره د دغو ایالتونو په نتایجو پورې تړلې ده.

که په الکترال کالج کې مساوي وویشل شي، څه پېښېږي؟

که دواړه نوماندان په مساوي ډول ۲۶۹ الکترال رایې ترلاسه کړي، نو د امریکا د استازو جرګه به ولسمشر ټاکي. هر ایالت یوه رایه لري او د ولسمشر د ټاکلو لپاره ۲۶ اکثریتي رایې اړینې دي.

د رسمي پایلو د اعلان وخت

د دونالد ټرمپ او کاملا هرېس ترمنځ د نږدې سیالۍ له کبله، د وروستۍ پایلې اعلان ممکن په ځنډ ترسره شي. د ټاکنو د قانون له مخې، د اختلافاتو حل باید د دسمبر تر ۱۱مه پورې وشي، او د الکترال کالج استازي به د دسمبر په ۱۷ مه ورځ خپلې رسمي رایې اعلان کړي. کانګرس به د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۶مه د الکترال رایو شمېرنه او بریالی نوماند په رسمي ډول تایید کړي. د منتخب ولسمشر لوړه به د جنوري په ۲۰مه ترسره شي.