د امریکا ټاکنې: ملي ګارډ چمتو حالت ته راوستل شول

طرز پرس

12 عقرب 1403

107015449-16449276362022-02-15t092617z_2017736355_rc2yjs96s46x_rtrmadp_0_ukraine-crisis-usa-troops.jpg

طرز پرس: د واشنګټن چارواکو اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ ټاکنو په درشل کې د احتمالي تاوتریخوالي په اړه د راپورته شویو اندېښنو له کبله د دې هېواد ملي ګارډ چمتو حالت ته راوستل شوي دي.
واشنګټن په دې اونۍ کې د ۲۰۲۴ ټاکنو سره تړلي د ځینو تاوتریخوالو شاهد وو چې په ترڅ کې یې معترضینو د رایو صندوقونه وسوځول. واشنګټن هغه ایالت دی چې رای ورکوونکي د ټاکنو له رسمي نیټې مخکې خپلې رایې کارولی شي او لومړني اټکلونه ښيي چې تر دې دمه له دوو میلیونو زیاتو وګړو په  دغه ایالت کې خپلې رایې کارولي دي.
نظرپوښتنې ښيي چې په دې ایالت کې د ډیموکراټانو نوماندې کاملا هریس د امریکا د جمهوري‌پال نوماند ډونالډ ټرمپ پر وړاندې د بریا چانس ډېر لري. د امریکایي رسنیو وروستي راپورونه ښيي چې مېرمن هریس په واشنګټن ایالت کې له وخت مخکې تر ټولو زیاتې رایې ترلاسه کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ۲۰۲۴ ولسمشرۍ ټاکنې به د نومبر په پنځمه نېټه په رسمي ډول ترسره شي.