افغانستان

f1e7c37ec52e51203d082ae2e322363dc65b72a8-1080x713.jpg

حقاني: د بښنې له فرمان څخه سرغړونه نه ده شوې

د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني ادعا کوي چې د بښنې له عمومی فرمان څخه سرغړونه نه ده شوې او هېڅوک هم دا ثابتولی نه شي چې طالبان دې دا فرمان نقض کړې وې.
OIP (3).jpeg

مجاهد: داعش ته کمپاین باید ودرول شي

طالبانو د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د داعش د شتون او فعالیتونو په اړه اندېښنې دغو ډلو لپاره یو ډول کمپاین دی او باید ودرول شي.
news-1682404179-3436.jpeg

جنرال عاصم منیر: افغان طالبان دې ټي ټي پي لپاره موږ سره خپله ملګرتیا نه ورانوي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر له افغان طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) لپاره له پاکستان سره خپله اوږده ملګرتیا وران نه کړي.
OIP (2).jpeg

ایران ته د طالب چارواکي خبرداری، د کډوالو زورونه د منلو نه دي

د طالبانو یوه جګپوړي غړي انس حقاني په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د کډوالو زورونه او د هغوی د انساني حقونو نقض، طالبانو ته د منلو وړ نه دي.
OIP (1).jpeg

طالبانو د مخدره توکو د قاچاق او سوداګرۍ په اړه د سیګار راپور رد کړ

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سیګار نوی راپور رد کړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د تریاکو قاچاق او تجارت منع دي او هیچاته اجازه نه ورکول کیږي چې د تریاکو کر او یا تجارت وکړي.
R.jpeg

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران او پاکستان څخه ۲۶۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو حل لپاره د طالبانو کمېسیون اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونوکې ۲۶۰ کورنۍ افغانستان ته راستانه شوي دي.
bd357cbf-3ec5-4869-aced-82cda17323ab.jpeg

پر محمد علي صداقت برید؛ یو وژل شوی او د صداقت په ګډون درې نور ټپیان دي

له دایکندي ولایت څخه سرچینې طرز پرس ته وايي، چې پر محمد علي صداقت وسله وال برید کې یو کس وژل شوی او د ښاغلي صداقت او د نوموړي مېرمنې په ​​ګډون درې نور ټپیان شوي دي.
unnamed-2.jpg

صالح: طالبان په سیمه کې د روسیې ګټې ګواښي

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان په سیمه کې د روسیې ګټې ګواښي او په سیمه ییز جوړښت کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د روسیې او ایران ګډې هڅې تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې.
sigar.jpg

سیګار: امریکا په دریو کلونو کې نږدې ۲۱ میلیارده ډالره پر افغانستان لګولي دي

سیګار په خپل نوي راپور کې ویلي، چې امریکا له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان او د دې هېواد د کډوالو لپاره ۲۰ میلیارده او ۷۱۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
sigar.jpg

سیګار: د مخدره توکو د قاچاق په برخه کې د طالبانو فرامین یوازې پر کاغذ پلي شوي

که څه هم طالبان د مخدره توکو د قاچاقو مخنیوی یوه لویه لاسته راوړنه بولي او تل یې دا موضوع نړیوالو ته هم رسولې، خو سیګار بیا بل روایت لري او وايي چې په افغانستان کې د مخدره توکو د قاچاق په برخه کې د طالبانو فرامین یوازې پرکاغذ پلي شوي دي.