افغانستان

OIP (1).jpeg

د المان د بهرنیو چارو وزیره: نړېوالې ټولنې ته د طالبانو راتګ ناممکن دي

د المان د بهرنيو چارو وزیره د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو بندیزونو ته په غبرګون کې ویلي، ترڅو چې دغه ډله خپلې نړېوالې ژمنې عملي نه کړي، نړېوالې ټولنې ته یې راتګ ناممکن دي.
درخواست-دختران-کابل-برای-بازگشایی-مکاتب.png

د طالبانو درې کلن واکمنۍ کې، یو اعشاریه ۴ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي

په تعليمي او فرهنګي چاروکې د ملګرو ملتونو دفتر «یونسکو» وايي چې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې لږ تر لږه یو اعشاریه ۴ میلیونه نجونې په قصدي ډول له زده کړو محرومې شوې دي.
photo_2022-11-03_16-07-51.jpg

اتمر: د وخت اړتیا ده چې په یو نظام کې په ګډه ژوند وکړو

د جمهوري نظام د بهرنيو چارو پخوانی وزير او په افغانستان کې له مخکښو سياسي څېرو څخه محمد حنیف اتمر، وايي چې د هغه او اړوند ګوند بنسټيز اهداف یې له طالبانو سره په مشترک ډول د دايمي سولې او ثبات لپاره کار کول دي.
bd31d1fa-f210-43e8-b8a7-04ee9dc17b6d.jpeg

د هرات ګمرک په ویجاړوونکې اور لګېدنه کې سوځي

سیمه ییزې سرچینې طرز پرس ته وايي چې یوه ویجاړوونکې اور لګېدنه نن د زمري ۲۴مه، له غرمې وروسته د هرات په ګمرک کې رامنځته شوې ده.
maxresdefault.jpg

کبیر: د افغانستان پنځوس کلنه جګړه مو پای ته ورسوله

د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر وایي چې دوی توانېدلي د افغانستان تېر پنځوس کلنه جګړه پای ته ورسوي او په هېواد کې امنیت او هوساینه برقراره کړي.
OIP (1).jpeg

رئيس الوزرا: د تېرو جګړو د خسارو د جبران مسئولیت را له غاړې دی

د طالبانو رئیس الوزرا محمدحسن اخوند پر افغانستان د دغې ډلې دویم ځل لپاره د واکمنېدو په تبریکۍ پیغام کې ویلي چې د تېرو جګړو د خساراتو د جبرانولو مسئولیت یې تر غاړې دی.
f5d110c1ef9b5526bd6bfc987e5e4c54-e1677146546220.jpg

طالبانو د پاکستان لخوا د هوايي حريم نقض ته د جدي ځواب ورکولو ژمنه وکړه

طالبان وایي چې د پاکستان جنګي الوتکو له لوري د افغانستان د فضایي حریم نقض ته به کلک ځواب ورکړي او دوی په دې برخه کې خپلې پلټنې پیل کړي دي.
9d0b4120-1117-4e4a-90f9-9ed8260b147b.jpeg

د کوکچې باغي څپې، بدخشان کې د دوو ځوانو نجونو ژوند واخیست

ځايي سرچینې طرز پرس ته وايي چې په بدخشان ولایت کې دوې ځوانې نجونې د کوکچې سیند د باغي څپو ښکار شوې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
a75862af-70ff-4cc8-a303-cd1669403f84.jpeg

د کابل د دشت برچي په نننۍ چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي

طالبانو اعلان وکړ چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د نننۍ چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. طرز پرس- په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په یوه میرسډیس ډوله مسافر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوې چاودېدونکي توکې له کبله رامنځته شوې
maxresdefault.jpg

د زمري ۲۴مه د طالبانو د واکمنۍ دریمې کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان شوه

طالبانو اعلان وکړ چې د روانې اونۍ چهارشنبې ورځ د دغې ډلې د واکمنۍ دریمې کلیزې په مناسبت په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي ده.