افغانستان

4279596-630384712.jpg

طالبان: په دایکندي کې د وحشیانه برید د عاملینو په لټه کې یو

طالبانو د دایکندي ولایت پر اوسېدونکو د داعش د تېرې ورځې برید «وحشیانه» بللې او ویلي یې دي چې د عاملینو د نیولو او د «عدالت منګولو» ته د سپارلو لپاره یې جدي هڅې کوي.
OIP (4).jpeg

یوناما د داعش د برید په تړاو د مسؤلینو د ځواب ویلو لپاره د څېړنو غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د داعش د پرونۍ مرګوني برید چې د دایکندي ولایت اوسېدونکي یې هدف وګرځول، په کلکه غندنه کړې او ویلي یې دي چې دوی د دې برید په تړاو د مسؤلینو د ځواب ویلو لپاره د څېړنو غوښتونکي دي.
iran-flag-state-symbol-isolated-background-national-banner-generative-ai_756405-11356.jpg

ایران داعش ډلې ته د سزا ورکولو ګواښ کړی دی

په کابل کې د ایران سفارت وايي چې دغه هېواد په دایکندي ولایت کې د پروني مرګوني پېښې عاملینو ته د سزا ورکولو په برخه کې خپل چمتووالی اعلانوي.
Daesh copy.jpg

داعش د دایکندي پر اوسېدونکو د نن ورځې مرګوني برید مسئولیت ومانه

داعش ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ومنله چې د دایکندي ولایت پر اوسېدونکو د نن ورځې مرګوني بريد تر شا د دوی لاس وو.  طرز پرس: دا خبرپاڼه د پنجشنبې ورځ ناوخته، د وږي ۲۲مه، د اعماق په ویب‌پاڼه کې خپره شوې او په کې ویل شوي چې د دې ډلې ځواکونو «۱۵ تنه شیعه‌ وګړي وژلي او شپږ تنه نور یې ټپیان کړي دي.»
456613670_122137165166291511_5032288712521056854_n.jpg

مرګونی برید، په دایکندي کې ۱۴ کسان وژل شوي

ځايي سرچینو طرز پرس ته تایید کړې ده چې په دایکنډي کې د نامعلومو وسله والو کسانو په برید کې، ۱۴ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. طرز پرس: دا خونړۍ برید نن پنج‌شنبه، د وږي ۲۲مه، د غرمې شاوخوا یوه بجه د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ د «قریو دال» په کوټل سیمه کې ترسره شوی دی.
OIP (2).jpeg

ذبیح‌الله مجاهد: زموږ حکومت کاملاً ټول‌ګډونه دی

ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې د طالبانو حکومت په بشپړ ډول ټول‌ګډونه دی او په اوسني جوړښت کې د ټولو قومونو په ګډون هزاره، بلوڅ، ترکمن، ازبک، تاجک، پښتون، نورستاني او نور قومونه شتون لري.
Amrullah-saleh.jpg

امرالله صالح د ټاپي پروژې تطبیق ناممکن وباله

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح، د ټاپي پروژه د قدرتونو ترمنځ یو تجارتي اعلان وباله او وویل چې د دې پروژې عملي کول ناشونی دی.
GXL6VfCW4AA9R5g.jpeg

د طالبانو لومړی وزیر: د ټاپي پرانېسته د ترکمنستان د عاقلانه سیاست یوه بېلګه ده

د طالبانو لومړی وزیر ملا محمد حسن اخند د ټاپي پروژې پرانېسته د ترکمنستان د حکومت عاقلانه سیاست و بلله او دغه ورځ یې دواړو هېوادونو لپاره یوه تاریخي ورځ یاد کړ.
8a0fc7a4-370d-4e7f-adfc-2238342ad897.jpeg

سبا په افغانستان کې د تاپي پروژې کار پیليږي

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي چې سبا "چهارشنبه - د وږي ۲۱مه" د تاپي پروژې کار به د طالبان او ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې په هرات ولایت کې پرانستل شي. طرز پرس - د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي چې د تاپي پروژې د پیل لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی، او د دې پروژې د عملي کار له پیل سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
OIP (5).jpeg

د ایران د کورنیو چارو وزیر: افغانان ولاړ شي خپل هېواد دې جوړ کړي

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومنی، د دغه هېواد وضعیت له زغم وتلې بللې او له افغان کډوالو یې غوښتي چې ولاړ شي او خپل هېواد دې جوړ کړي. طرز پرس - اسکندر مومني دغه څرګندونې په تهران کې یو تلویزیوني خپرونې ته په ویناکې کړې او ویلي یې دي چې اوسنی وضعیت نور د ایران لپاره د زغملو وړ نه دی.