پښتو
|
دری
Toggle main menu visibility
Home
News
Afghanistan
Region
World
Reports
Investigative Reports
Analysis
Interviews
Video Service
Economy
Sports
Society and Art
Science and Technology
Contact
TOP HEADLINES
Taliban Administrative Collapse: Thousands of Government Posts Slashed Amid Budget Crisis
First U.S. Delegation Visits Kabul with Zalmay Khalilzad
Baloch Liberation Movement: We Killed 214 Pakistani Soldiers
Pakistan Army: Balochistan Attack Used Weapons Supplied by India and Afghanistan
Exclusive: Three Children Brutally Murdered in Three Afghan Provinces
افغانستان
ایراني چارواکی: ملي سرود ته د طالبانو نه ولاړېدل، ډپلماټيک اصول ته سپکاوی ده
د اروپا پارلمان له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو موضوع محکوم کړه
د اروپا پارلمان د یوې پرېکړهلیک په صادرولو له طالبانو سره د ځینو هیوادونو لخوا د اړیکو عادي کول چې لا یې نومونه نه دي اخیستل شوي، وغندل او د دې ډلې د چارواکو پر وړاندې د نویو بندیزونو غوښتنه یې وکړه.
رینا امیری: زموږ لومړیتوب پر طالبانو فشار دی څو د ښځو پر وړاندې له مخربو سیاستونو لاس واخلي
د افغان ښځو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیری وایي چې د هغې لومړیتوب پر طالبانو فشار راوړل دي، څو د افغان ښځو پر وړاندې له «مخربو» سیاستونو لاس واخلي.
هرات کې د ټرافیکي پېښې له کبله د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي
له هرات ولایت څخه ځايي سرچینې وايي چې د دې ولایت د زاول ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي.
طالبان او اسلامآباد ترمنځ د پاکستان ملي سرود ته د سپکاوي پر سر تازه ترېنګلتیا
اسلامآباد د طالبانو د قونسل استازو لخوا د پاکستان ملي سرود ته د سپکاوي پېښه په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې د کوربه هېواد ملي سرود ته سپکاوی د ډیپلماټیکو اصولو خلاف کار دی.
د افغانستان په تحولاتوکې د مارشال دوستم پر مهم رول د امرالله صالح اعتراف
د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال او په تبعید کې د طالبانو یو مخالف، امرالله صالح، د افغانستان په تحولاتو کې د مارشال دوستم په مهم رول اعتراف وکړ او زیاته یې کړه: «له دې نقش څخه انکار کول د وخت ضایع او غلط فکر دی.»
طالبانو په فاریاب کې د خلکو د سترګو په وړاندې دوه ښځې او یو سړی په دورو ووهل
د طالبانو قضايي قوه اعلان وکړ چې دوی دوه ښځې او یو سړی یې له کور څخه د تېښتې او جنسي اړیکې په تور په فاریاب ولایت کې د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي دي.
برلین او تاشکند د ماهرو کارګرانو د منلو او د افغانانو د بېرته استولو پر سر هوکړه کړې
برلین او تاشکند د ماهرو کارګرانو د منلو او د اوزبیکستان له لارې افغانستان ته پر جرایمو د تورنو افغانانو د لېږلو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.
مارشال دوستم: راځئ یو موازي یا جلاوطن حکومت اعلان کړو
د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر مارشال دوستم، غوښتنه کړې چې په «تبعید» کې یو موازي حکومت اعلان شي، ځکه د ده په وینا، ډېر لګښت نه غواړي او د طالبانو د مخالفو څېرو په وس کې دی.
اته کسان انګلستان ته د رسېدو په ناکامه هڅه کې په اوبوکې ډوب شوي دي
د فرانسې حکومت اعلان کړی چې تېره شپه اته کسان انګلستان ته د رسېدو په ناکامه هڅه کې د مانش کانال کې ډوب شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د وژل شویو هویت تراوسه نه دی څرګند، خو په ډوب شوي کښتۍ کې افغان کډوال هم موجود وو.
Prev
1
…
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
…
31
Next