سیمه‌ییزو سیالانو په وړاندې پر استخباراتي ناکامۍ د ایراني چارواکو اعتراف

طرز پرس

12 سنبله 1403

OIP (6).jpeg

د ایران یو پخوانی چارواکی په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیې ترور ته په ګوته نېولو اعتراف کوي چې د دې هېواد سپاه پاسداران او د استخباراتو وزارت په استخباراتي برخه کې ماتې خوړلې ده.
طرز پرس -د ایران د اسلامي جمهوریت پخوانی وزیر عبدالواحد موسوي لاري، له ایراني رسنیو سره په خبروکې ویلي چې ایران په استخباراتي برخه کې ماتې خوړلې ده او دا ماتې په سیمه کې د ایران موقعیت ته سخت زیان اړولی دی.
ایراني رسنیو د موسوي لاري له قوله لیکلي: «هغوی راغلل د تهران په زړه کې اسماعیل هنیه یې وواژه. هم سپاه پاسداران او هم د استخباراتو وزارت ناکام شول.» د موسوي په وینا، دا ماتې ځکه ایران ته درنه تمامه شوه، چې ایراني چارواکي نه یوازې د «مېلمه ژوند» ژغورلی ونه شوای، بلکې دوی حتی د ورته یو برید وړاندوینه هم ونشوه کړای. موسوي همداراز ویلي چې د ایران «پارلمان، د روح الله خمیني پر زیارت، او په اهواز کې د پوځ پر مرکز» د داعش ډلې د بریدونو زیاتوالی، ټول هغه شواهد دي چې د ایران د استخباراتي ځواکونو پر ناکامۍ شهادت ورکوي.
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه، هغه مهال چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم ته د ګډون لپاره تهران ته تللی و، د جولای په ۳۱مه د تهران په زړه کې په یوه خوندي هوټل کې ووژل شو. د ایران چارواکي تر اوسه نه دي توانیدلي چې د هغه د وژنې څرنګوالی مشخص کړي. سپاه پاسداران د لومړنیو تحقیقاتو پر بنسټ اعلان وکړ چې هغه د هوايي توغندي پرمټ وژل شوی، خو وروسته راپورونه خپاره شول چې نوموړی د چاودېدونکو موادو په واسطه چې په خونې کې ځای پر ځای شوي وو، وژل شوی دی. له دې ټولو سره سره، تر اوسه په تهران کې د اسماعیل هنیه د ترور څرنګوالی معلوم نه دی، خو تهران اعلان کړی چې دا د اسراییل کار دی.