د پاکستان په ختیځ کې یوولس پاکستاني پوځيان وژل شوي

طرز پرس

2 سنبله 1403

c8ccaa5e-d2a5-480f-ab10-5efa0be0874c.jpeg

اسوشتډ پرس راپور ورکړی چې د پاکستان په ختیځ کې په یو کمین کې یوولس پاکستاني پوځيان وژل شوي دي. د پاکستان چارواکو هم د دې خبر پخلی کړی او ویلي چې برید د راکټ پر مټ شوی دی.
طرز پرس:
پاکستاني چارواکو ویلي چې په دغه برید کې د یوولس پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو ترڅنګ، نهه نور سرتېري هم ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د پاکستان سیاسي چارواکو هم دا پېښه غندلې او د وسله والو پر ځپلو یې ټينګار کړی دی. د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز دا پېښه خواشینونکې بللې او پخپل اکس پاڼه کې لیکلي چې د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ د پوځ يو پلاوی سیمې ته استول شوی، چې بریدګرو پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم دغه پېښه غندلې او د وژل شویو پوځيانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. تر اوسه مشخصا معلومه نه ده چې برید د کومې وسله والې ډلې لخوا ترسره شوی دی.