تهران وايي چې په غزه کې اوربند او له اسراییل څخه غچ اخېستل دوه جلا موضوع ګانې دي او ایران پر اسراییل د غچ اخېستونکي برید په برخه کې له خپل پخواني دریځ نه دی په شا شوی.
طرز پرس - دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني «دوشنبې، د اګست۱۹مه» په تهران کې له رسنیو سره وکړې او ټینګار یې وکړ چې له اسراییل څخه غچ اخیستل د ایران مسلم حق دی. د ایران ایسنا خبري آژانس د کنعاني له خولې لیکلي: «موږ د ایران اسلامي جمهوري دولت په توګه پر خپل قانوني او مسلم حق باندې ټینګار کوو چې متجاوز باید سزا وویني، او په مناسب وخت کې به له دې حق څخه ګټه واخلو.»
مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ښايي تهران په غزه کې د اوربند لپاره پر اسراييل له بريد ډډه وکړي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګندونې دا ادعاوې ردوي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو تل په سیمه کې د شخړو له عواقبو خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د دغو بريدونو ډېر زیان به ایران ته متوجه وي.
تهران: په غزه کې اوربند او له اسراییل څخه غچ اخېستل دوه جلا موضوع ګانې دي
طرز پرس
29 اسد 1403